Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 27.05.2021

د برېښناني تذکرو یو شمېر کارکوونکو اعتراض: له میاشتو معاشونه نه‌دي راکړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د احصائيې ملي ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش یو شمېر کارکوونکي وایي که څه هم مخکې یې هم شکایتونه کړي، خو له تېرو درې میاشتو راهیسې میاشتني امتیازات نه‌دي ورکړل شوي. دوی چې د دې ادارې د «اېن ټي اې» برخې تخنیکي کارکوونکي دي شمېر یې سلګونه کسانو ته رسېږي. د دې ادارې غړي عبدالصبور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې معاش‌یې نه‌دی ترلاسه کړی، څوک‌یې په دې برخه کې غږ هم نه‌اوري. ښاغلی صبور زیاتوي: "شاوخوا درې میاشتې کېږي چې معاش مو نه‌دی اخیستی، د کار فشار هم زیاد دی، بل یو... Читать дальше...

زین‌الدین زیدان ریال مادرید لوبډله پرېښوده

Pa.azadiradio.com 

د ریال مادرید اسپانیایي لوبډلې مربي زین‌الدین زیدان له دې لوبډلي څخه ووت، که څه هم د ده قرارداد تر ۲۰۲۲ کال پورې اعتبار درلود. ریال مادرید نن په یوې خبرپاڼه کې وویل چې زیدان د دې لوبډلې د پرېښودو پرېکړه کړې او پرېکړې ته‌یې باید درناوی وشي. فرانسوی زیدان چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې هم د ریال مادرید مربي و، په دوه کاله او پنځو میاشتو کې یې د اتلولۍ ۹ جامونه ریال مادرید ته وګټل. د فوټبال په تاریخ کې د زین‌الدین زیدان په څېر لاسته راوړنې چا نه‌دي لرلي. هغه د مربي او هم د یوه لوبغاړي په توګه... Читать дальше...

د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو کارکوونکو احتجاج کړی

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا سرکاري پوهنتونونو استادانو او نورو کارکوونکو د مالي ستونزو هواري لپاره احتجاج وکړ. د مې پر ۲۷مه په پېښور پوهنتون کې د احتجاج پر وخت د پوهنتونونو کارکوونکو له حکومته وغوښتل چې په راتلونکي بجټ کې دې ورته د ۱۵۰ اربه روپیو بندوبست وکړي. حکومت لا د دوی د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د مې پر ۱۸مه د پوهنتونونو د کارکوونکو له اتحادیې وړاندیزونه غوښتي ول او ژمنه یې کړې وه چې له وفاقي حکومت سره به د پوهنتونونو د مالي ستونزو پر حلولو خبرې کوي. ویډیويي رپورټ.

د ډوبی په ګرمۍ کې د افغان لوبغاړو تمرینونه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اندونیزیا د ملي لوبډلې له ماتولو وروسته اوس د خپلې بلې سیالۍ لپاره تیاري نیسي. افغانستان د شنبې ورځې په سیالۍ کې اندونیزیا ته ۳- ۲ ماتې ورکړه. د افغانستان ملي لوبډله به نړیوال جام او آسیايي جام ته د تیاریو په لړۍ کې خپلې دوهمه او وروستۍ دوستانه لوبه د مې په ۲۹ له سنګاپور سره وکړي. په ډوبی کې د افغان لوبغاړو د تمرین جریان دلته وګورۍ او له خپلو دوستانو سره یې هم شریک کړئ

د افغانستان اهل تشيع عالمانو شورا: حکومت دې د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو امنیت وساتي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې پر سیدالشهدا ښوونځي له برید وروسته، د اهل تشيع عالمانو شورا د دې ډول بریدونو په اړه اندېښنه ښیي. د دې شورا غړو د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۶» په کابل کې يوې خبري غونډې ته وویل، ترهګرو ډلو وروستیو کلونو کې هزاره قوم چې د یوه بل مذهب پیروان دي، تر برید لاندې راوستي. د دې شورا غړي پر سیدالشهدا لېسې وروستي برید ته په اشارې دا ډول بریدونه نسل وژنه بولي. د اهل تشيع عالمانو شورا ویاند محمد فياض ارزګانی وایي، ترهګرو ډلو له ډېر وخته اهل تشيع په ملکي ځایونو کې په نښه کړي. ښاغلی ارزګانی زیاتوي... Читать дальше...

افغانستان کې '۷۰ سلنه نجونې' د میاشتني عادت پر مهال صحي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

میاشتنی عادت یا [حیض] هغه څه چې ځوانې مېرمنې ورسره په میاشت کې یو ځل مخامخ کېږي، خو په افغاني سنتي ټولنه کې ډېرې داسې نجونې دي چې له دې حالت بې‌خبره او په اړه‌یې عامه پوهاوی نه‌لري. ۲۳ کلنه رویا د دې ډلې یوه ده، هغه په کابل کې ژوند کوي. رویا وايي: "۱۱ کلنه وم چې میاشتنی حالت راباندې راغی، خو له بده مرغه سخته تبه مې درلوده او په ښوونځي کې راته په دې اړه چا معلومات هم نه‌و راکړي، خو کورنۍ مې هم ممکن په دې فکر وه چې اوس د دې حالت په اړه معلومات ته وختي دی، زیات څه‌یې راته نه‌و ویلي، زه هم نه‌پوهېدم... Читать дальше...

د لغمان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې؛ لاهم د 'مهترلام څنډو کې جګړه' روانه ده

Pa.azadiradio.com 

په لغمان کې د جګړې څپه لا هم تنده ده، جګړه د مرکز مهترلام ښار له څنډو لیرې نه‌ده تللې او لا هم د دې ولایت د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو قرباني اخلي. د لغمان ولایتي شورا ادعا کوي چې په تېرو څو ورځو کې د الینګار په استقامت د طالبانو له لوري نیول شوې امنیتي پوستې لا هم د وسله‌والو مخالفینو په لاس کې دي او امنیتي او دفاعي ځواکونه کرار پرمختګ کوي. د ولایتي شورا رئیس عتیق‌الرحمن عبدالرحیم‌زي ازادي راډيو ته وویل چې د جګړې له امله ملکیانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د دقیق شمېر په اړه‌يې معلومات نه‌لري. Читать дальше...

اروپايي ټولنه پر بېلاروس د بندیزونو په اړه غږېږي

Mashaalradio.com 

بېلا روس د مې پر ۲۳ مه د اروپايي ټولنې هېوادونو یونان او لېتوانیا ترمنځ د راین اېیر شرکت پرواز کوونکې الوتکه په سرښار مېنسک کې کوزه کړه او پکې ناست د بېلاروس فعال او خبریال رمان پراتاسېوېچ



په فراه کې سیمه يیزه ښځینه چارواکې'کبرا فایزه' ووژل شوه

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې یوه سیمه ییزه ښځینه چارواکې د وسله والو په ډزو  ووژل شوه.   د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند فاروق حضرتي نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې کبرا فایزه په فراه کې د ماشومانو د تربیت او اصلاح حقوقي مدیره وه چې د امنیتي مسوولینو له همغږۍ پرته د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمې ته په خپل سر تللې وه.   ښاغلي حضرتي وویل، د دغې مېرمنې مړی نن پنجشنبه سهار د فراه د مرکز اړوند په کوکشیب سیمه کې وموندل شو.   نوموړي دا کار د طالبانو وباله، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لعل او سرجنګل اوسیدونکو د اعتراض په ډول د غور-کابل لار وتړله

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسیدونکو نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) سهار د غور-کابل لویه لاره وتړله.   دوی د دې اقدام دلیل د مرکزي لویې لارې امنیت ته نه پاملرنه یاده کړې ده. د غور د ولایتي شورا غړي عبدالحمید ناطقي چې د معترضینو په ډله کې دی نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، خلکو د اعتراض په توګه دا لاره تړلې چې غږ یې تر حکومت پورې ورسېږي.  دغو معترضینو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پردې لویه لاره د امنیت ټېنګولو او هم د فېروزکوه او لعل او سرجنګل ترمنځ لارې کې د دوو امنیتي پوستو د جوړېدو غوښتنه کړې. Читать дальше...

د ۲۰۹ شاهین قول اردو: فاریاب کې طالبانو ۷ ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د ۷ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی.   د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن پنجشنبه (د غبرګولي په ۶مه) رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، دغه کسان تېره ورځ د ولسوالۍ پر بازار د طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ د وېشتلو له کبله وژل شوي دي. رضايي زیاته کړه: "څو د هاوان مرمۍ چې طالبانو د امنیه قوماندانۍ په هدف ویشتلې وې، خو هغه د خلکو پر کورونو او د ولسوالۍ پر بازار لګیدلي ديچې په نتیجه کې یې زموږ ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي."   په دې پېښه کې ۹ نور ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي. Читать дальше...

د اذربایجان ځواکونو ۶ ارمني پوځیان اسیر نیولي

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان ځواکونو شپږ ارمني پوځیان اسیر نیولي دي.  د اذربایجان دفاع وزارت وایي، دغه ارمني پوځیان یې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) سهار په کلباجار سیمه کې هغه مهال ونیول چې په سرحدي سیمو کې د اذربایجان د پوځي مرکزونو پر لور د تللي سړک په اوږدو کې د ماینونو په ایښودلو بوخت وو.  ارمنستان بیا وایي، دغه ځواکونه په سیمه کې د انجنیرۍ په کارونو بوخت وو.  تردې وړاندې ارمنستان  اذري ځواکونه تورن کړي وو چې په سیونیک او ګغارکونېک سیمو کې له سرحده تېر شوي او ادعا کوي چې دا سیمې د دوی د خاورې اړوند دي، خو اذربایجان... Читать дальше...

چارواکي: د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې ۶ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکوي. د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر ازادي راډيو په استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت د اچین ولسوالۍ په مومند دره کې ۶ وسله وال طالبانو وژل شوي دي. دغه دفتر ادعا کړې چې له وژل شوېو وسله والو طالبانو په سیمه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم پاتې دي. هاخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په استول شوېو معلوماتو کې ادعا کړې چې تېره شپه یې د اچین ولسوالۍ په مومندو تنګي سیمه کې د... Читать дальше...

کندهار کې په تلسمیا د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی؛ چارواکي: ۶۵۰ یې ثبت دي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار میرویس روغتون ته لسګونه ماشومان هره ورځ د وینې اخېستلو لپاره راوستل کېږي، په دې ولایت کې په تلسمیا ناروغۍ د اخته ماشومان شمېر زیات شوی دی. له دې ماشومانو څخه یوه یې ۱۴ کلنه شمسيه ده چې د تېرو  ۱۴کلونو راهیسې د دغه ناروغۍ څخه کړيږي. شمسیه اوس په شلو ورځو او ان کله-کله په اوونۍ کې هم وينې اخیستلو ته اړتيا پيدا کوي. شمسيه زیاتوي: "کله چې وينه مې خلاصه شي، پښې مې درد کوي، بدن مې سستي کوي، خوراک ته مې زړه نه کېږي، پر سر مې درد وي او د تګ پر وخت چپه شم." د شمسيې پلار محب الله وایي، دوه... Читать дальше...

د مردان ۱۲ کلن انځورګر پېژنئ؟

Mashaalradio.com 

شاه خان له کوچنیوالي له رنګونو سره لوبې کولې او اوس په ۱۲ کلنۍ کې بېلا بېل انځورونه جوړوي. د مردان اوسېدونکی شاه خان وايي، پر ښځو د تشدد او جنسي تېري خلاف یې هم انځورونه جوړ کړي دي. نور په ویډیو کې.

افغان چارواکو د مؤقتې مودې لپاره د ودونو د هوټلونو فعالیت وځنډاوه

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکو د کرونا وبا د خورېدو د مخنیوي په هدف د مؤقتې مودې لپاره د ودونو د هوټلونو فعالیت وځنډاوه.   کابل ښاروالۍ د یوې ابلاغیې په خپرولو نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) وویل چې دا پرېکړه د دولت د کابینې له خوا شوې او تر دوهم امر پورې دې دغه هوټلونه تر راتلونکې اوونۍ پورې نه ریزرف کېږي.    په دې ابلاغیه کې  راغلي چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې ډېری پېښې له همدې هوټلونو څخه سرچینه اخلي، ځکه خلک ټولنیز واټن او د روغتیا وزارت سپارښتنې نه مراعاتوي.   د افغانستان د روغتیا وزارت په دې وروستیو کې... Читать дальше...

چارواکي: بامیان کې د شېدو زیاتېدو لپاره ۷۳۸ وزې مصنوعي القاح شوي

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په بامیانو ولایت کې د شېدو د تولید د زیاتېدو لپاره یې ۷۳۸ وزې مصنوعي القاح کړي دي. ‎د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل، د وزو د القاح مصنوعي پلان یې د دغو ‌‌‌‌‌‌ډول ژوېو د نسل د اصلاح او د شېدو د تولید د زیاتوالي لپاره د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې ادارې په مالي همکارۍ او د کورنیو د خوراکي خوندیتوب پروژې له لارې پیل کړی دی. ‎ښاغلي رستمي د دغه پلان د تطبیقولو اصلي هدف د کورنیو د خوراکونو خوندیتوب... Читать дальше...

Новости России
Москва

28 инвестиционных проектов Туризм.РФ перешли в активную фазу реализации


جلال اباد کې چاودنې د کامې د ولسوال په ګډون ۳ تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې چاودنې د کامې د ولسوال په ګډون درې تنه ټپیان کړل.  د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید خان ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) سهار شااوخوا اته بجې او ۱۵ دقیقې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دامان سيمه کې د کامې د ولسوال شریف الله فضلي په موټر پسې نښلول شوي ماين چاودنه کړې چې له امله یې خپله ولسوال او د ده دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.  د فریدخان په خبره، د دوی د معلوماتو له مخې، ولسوال له کوره کامۍ ولسوالۍ ته دندې ته پر لاره و چې چاودنه پرې وشوه.  هغه زیاته کړه... Читать дальше...

د اسټرالیا دوهم لوی ښار میلبورن ټولبند اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا دوهم لوی ښار د یوې اوونۍ په مخه بېړنۍ ټولبند اعلان کړی چې له مخې به یې په میلبورن او شااوخوا ښارګوټو کې پنځه میلیونه وګړي اغېزمن شي. دغه ټولبند د کرونا ویروس د هغې نوې بڼې د خپرېدو د مخنیوي په هدف اعلان شوی چې د لومړي ځل لپاره په هند کې وموندل شو.  چارواکو وویل چې سر له سبا به یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې له خپلو کورونو ووځي چې د ځان واکسینولو په ګډون مهم دلایل ولري.  د ویکتوریا ایالت سرپرست جېمز میرلینو پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۵مه) وویل چې دغه ټولبند به پلټونکو ته د دې... Читать дальше...

امریکا کې د چین سفارت د کرونا د سرچینې معلومول سیاسي لوبه ګڼي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحده ایالاتو کې د چین سفارت وایي، د کرونا ویروس د سرچینې معلومولو لپاره سیاسي شور او زوږ به دا مساله لاسخته کړي چې دغه ویروس له کوم ځایه راغلی او څرنګه انسانانو ته لېږدېدلی دی؟  دغه سفارت نن پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) په خپله وېب پاڼه کې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو هغه پخوانۍ سیاسي لوبه چې نړۍ ته د کرونا ویروس له کوم ځایه خپور شوی؟ پیل کړې ده.  په بیان کې ویل شوي چې چین د کووېډ – ۱۹ د لومړنیو پېښو او په ټوله نړۍ کې د بیولوژي د پټو لابراطوارونو په اړه د هر اخیزې څېړنې ملاتړ کوي. Читать дальше...

غزني کې کانکور؛ چارواکي: ۹ زره ګډونوال یې درلود، د تېر پرتله ډېر کم وو

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د نورو کلونو پرتله سږکال د کانکور په ازموینه کې شااوخو ۹ زرو زده کوونکو ګډون کړی وو. دغه شمېر د پخوا پرتله ۶ زره کموالی ښيي، دغه لږوالی بېلابېل لاملونه لري. د غزني د ښار اوسېدونکې ۱۷ کلنه زهره په سږني کانکور ازموینه کې ونډه اخېستې. نوموړې په کانکور ازموینه کې ګډون کول د انسان د ژوند د یوه نوي پړاو پیل بولي: "نننۍ ورځ زما په ژوند کې یوه ځانګړې ورځ ده، په ۱۲ کلنو زده کړو کې چې ما کوم زحمتونه ګاللي وو، خو نن ټولو ته دا ښکاره کومه چې ایا ما زحمتونه ګاللي وو که نه؟ چې څه ډول درسونه مې ویلي... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: پنټاګون له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو بهېر ګړندی کوي

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې، پنټاګون له افغانستانه د ځواکونو د اېستلو بهېر ګړندی کوي، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې د یو شمېر امریکایي پوځي چارواکو له قوله لیکي: امریکایي او د ناټو ځواکونه غواړي چې د جولای د میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستانه ووځي. دا به له هغې نېټې څه باندې دوه میاشتې مخکې وي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او له دې هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو د اېستلو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه وروستۍ نېټه اعلان کړې ده. نیویارک ټایمز لیکي: له افغانستانه... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

ATP представила новые правила парного тенниса






Знать свою ЦА

Подмосковные специалисты напомнили о правилах путешествия с питомцем за границу

Инвестор построит многофункциональный комплекс в ТиНАО

Тхэквондисты Подмосковья завоевали четыре медали Всероссийских соревнований