Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2021

د ازبکستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت ۱۰۰ بندیان وبخښل

0
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د کوچني اختر په مناسبت ۱۰۰ تنو بندیانو ته د بخښنې فرمان ورکړ.  


د ازبکستان دولتي رسنیو ویلي، د ولسمشر میرضیایف د هغه فرمان له مخې چې د مې پر ۱۲مه لاسلیک شو، درې بندیان په بشپړ ډول خوشې شول، ۴۳ تنه په ضمانت خوشې شوي، د ۱۰ محکومینو په سزا کې نرموالی راغلی او د ۴۴ زندانیانو د بند موده راکمه شوې ده.


په دغو کسانو کې ۱۲ بهرني اتباع، څلور نارینه چې عمرونه‌یې تر ۶۰ کلونو ډېر دي، ۶ ښځې او ۵۲ تنه داسې کسان شامل دي چې د منع شویو ډلو په فعالیتونو کې په برخه اخیستنې تورن ول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса