Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2021

د برېښنا د ویجاړې شوې ستنې د بیارغونې پر مهال چاودنه؛ یو کارکوونکی ټپي شوی

0
د برښنا شرکت یو تخنیکي کارکوونکی د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د یوې ویجاړې شوې ستنې د بیا رغېدو پر مهال په ماین کې ټپي شوی دی.


د ازبکستان د وارداتي برېښنا دا ستن تېر ماښام د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په بم الوزول شوې وه.


د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي نن ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار چې زموږ همکارانو کار پیل کړ، له بده مرغه د دې ستنې ترڅنګ د یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې یو کارکوونکی ټپي شوی دی."


ښاغلي نیازي زیاته کړه چې هڅه کوي د نن ورځې تر پایه دا ستن ترمیم شي.


تر دې دمخه ورځو کې په همدې کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا دوه نورې ستنې هم د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په بمي چاودنو ویجاړې شوي. دغو پېښو د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه له برېښنا بې‌برخې کړل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса