Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2021

واشنګټن: افغانستان کې ترورېستي ډلو پر مذهبي اقلیتونو حملو ته دوام ورکړی

0
په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې پر سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي اقلیتونو حملو دوام کړی او هغوی په دوامداره توګه له ترهې سره مخامخ وو.


د دغه کلني راپور له مخې چې نن خپور شوی، هندوانو تر سېکانو لږ توپیري چلند لیدلی ځکه هغوی د سېکانو غوندې ځانګړې پګړۍ نه پر سر کوي او په اسانۍ نه‌پېژندل کېږي.




د مذهبي اقلیتي مشرانو له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د سېکانو او هندوانو د شمېر له کمېدو سره د دوی عبادت ځایونه هم کم شوي دي. همداراز د سېک او هندو شورا د معلوماتو له مخې په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې یوازې ۷۰ ګوردوارې او مندرونه پاته دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په ۲۰۲۰م کال کې راپور ورکړ چې له ۲۰۱۹م کال راهیسې په داسې حملو کې ملکي تلفات کم شوي وو چې مذهبي ځایونه‌یې هدف ګرځول، خو په ۲۰۱۹م کال کې پر مذهبي اقلیتونو، د هغوی پر مشرانو او عبادتځایونو ۲۰ حملې شوې وې.


په ۲۰۲۰م کال کې په دغو حملو کې ۶۰ ملکیان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان شوي وو. او په ۲۰۱۹م کال کې په دا ډول حملو کې ۸۰ ملکیان وژل شوي او ۱۵۶ نور ټپیان شوي وو. 




په دې راپور کې په نورو هېوادونو کې هم د مذهبي ازادۍ په اړه راغلي دي. راپور وايي چې چين مذهبي مشران په یوه نه بل ډول بېروي. همداراز ویل شوي چې د چین چارواکي د مذهبي ټولنو مخه نیسي چې په دې هېواد کې د امریکا په سفارت یا قونسلګریو کې په غونډو کې ګډون وکړي او امنیتي مسؤلینو له هغو کسانو پلټنې کړي چې دغو غونډو ته ورغلي.  


د هند په اړه په دې راپور کې راغلي چې په هغه قانون کې د مسلمانانو نه‌شاملول یوه دوامداره ستونزه ده چې له مخې يې هند له ګاونډي هېوادونو ورغلي پناه غوښتونکي مني.   


د دې قانون له مخې هند ته له افغانستان، بنګله‌دېش او پاکستانه ورغلي بودايي، عیسوي، جین، پارسي او سېک منل کېږي، خو دا اسانتیا د مسلمانانو لپاره نه‌ده.




د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې په ۲۰۲۰م کال کې د دې قانون په اړه خلکو تر ۱۰۰ ځله زیات سترې محکمې ته مراجعه کړې ده، خو یو ځل هم محکمې د دوی خبره نه‌ده اورېدلې.  


د روسیې په اړه په دې راپور کې راغلي چې مسکو پر مارمن مذهبي اقلیت خپلې چاپې جاري ساتلي او د یوې غیر دولتي ادارې له قوله‌یې ویلي چې چارواکو دغه کسان د خپلې عقیدې په خاطر ځپلي او توقیف کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса