Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2021

شمال زون کې 'ناامنۍ او د طالبانو حضور' د بشر حقونو ملاتړو بنسټونو فعالیت محدود کړی

0
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې ناامنۍ په شمال زون کې د یاد بنسټ فعالیت له ننګونو سره مخ کړی.


د افغانستان په شمال کې د دغه کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر مشر سید محمد سامع د زیاتېدونکې ناامنۍ په اړه اندېښمن دی.


دی وايي چې د ګواښونو او طالبانو له لوري د حملو د زیاتوالي په علت دا کمېسیون نه‌دی توانېدلی چې په سرپل او جوزجان ولایتونو کې په بشپړ ډول او د بلخ او سمنګان په ځینو سیمو کې د بشر حقونو د ملاتړ په برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.


ښاغلي سامع زیاته کړه: "شته ګواښونه اساسي علت دی چې د منازعې په سیمو کې یې د کمېسیون فعالیت کم کړی. موږ له څو کلونو راهیسې اصلاً سرپل ته نه‌یو تللي او په جوزجان کې هم ناامني زموږ د فعالیت په وړاندې خنډ دی."


ښاغلی سامع په بلخ کې د طالبانو د ډلې د فعالیت زیاتوالی هم د اندېښنې وړ بولي.




دی وايي چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې ضعف او د بلخ په اته ولسوالیو کې د طالبانو پراخ حضور کمېسیون د بشر حقونو پر وضعیت د څار او د تاوتریخوالي پېښو ته په رسېدنه کې له ستونزو سره مخ کړی.


ترهګریزو فعالیتونو یوازې د بشر حقونو کمېسیون فعالیت له ګواښ سره نه‌دی مخ کړی، بلکې په بلخ کې د بشر حقونو په برخه کې نور شته بنسټونه هم له ورته ستونزې سر ټکوي.


مریم کریمي، په بلخ کې د بنیاد کودک بنسټ مسئوله ده. دا بنسټ ماشومانو ته د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې کار کوي.


اغلې کریمي وايي چې د دغه بنسټ فعالیت د ولسوالیو له سطحې د مزار شریف د مرکز په کچه رالنډ شوی.


کریمي وويل په دولت‌اباد، بلخ، چهاربولک، شولګر او چمتال ولسوالیو کې ناامني پراخه شوې.


هغې زیاته کړه: "موږ خپل فعالیت په مراتبو کم کړی. اصلي دلیل‌یې ټولو ته روښانه دی، امنیتي ننګونې او د طالبانو وسله‌والې حملې هغه څه دي چې موږ یې له امله خپل کار ته دوام نه‌شو ورکولای."


هاخوا بیا، د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل وايي چې د طالبانو د ځپلو او د ناامنه سیمو د بېرته امن کولو په هدف همدا مهال په درېیو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات دوام لري.


طالبان د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون، حکومت پورې تړلی یو بنسټ بولي او ویلي یې دي چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د دغه بنسټ کارکوونکو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.




یادې ډلې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی.


خو تر دې مخکې، د مي میاشتې له لومړۍ نېټې یې په ټول افغانستان کې خپل تحرکات زیات کړي.


ډېری عام خلک او همداراز د بشر حقونو ملاتړي بنسټونه د جګړې له دواړو لورو غواړي چې سوله وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса