Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2021

افغان حکومت او طالبانو ته په افغانستان کې د 'اوربند طرحه' ورکول شوه

0
د جګړې په ډېرېدو او د افغانستان د ډېری ولایتونو په پرله‌پسې سقوط سره، د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دغه هېواد کې د روان کړکېچ د حل لپاره نهه ماده‌ییزه طرحه خپره کړې ده.


زلمی خلیلزاد وايي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تر سلا مشورو وروسته په افغانستان کې د اوربند دغه طرحه وړاندې چمتو شوې ده.


دا طرحه د متحده ایالاتو، چین، بریتانیا، پاکستان، ازبکستان، اروپایي اتحادیې او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون او د قطر په کوربه‌توب په افغانستان کې د سولې دواړو مذاکره کوونکو خواوو ته وړاندې شوې ده.


په سرمشریزه کې ګدونوالو د بین‌الافغاني خبرو د کلیدي عناصرو په توګه د سولې پروسې ګړندي کولو، سیاسي هوکړې او دایمي اوربند ته په رسېدو، د تاوتریخوالي او په ښاري مرکزونو د بریدونو پای ته رسولو، ګډ حکومت رامنځته کولو، بشري حقونو ته درناوي او د واک د لېږد لپاره پر مېکانیزم باندې تمرکز کړی دی.


همدارنګه ګډونوالو ټینګار کړی چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه‌ورکول کېږي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.


په دغه طرحه کې شاملو هېوادونو په افغان حکومت غږ وکړ چې سیاسي موافقې ته د رسېدو لپاره دغه لارښود وکاروي.




د طرحې په اوومه ماده کې چې زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې، راغلي چې برخه اخیستونکو هېوادونو موافقه کړې چې دوی به هېڅ هغه حکومت په رسمیت ونه‌پېژني چې د زور له لارې واک ته ورسېږي.


د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې هغه له دغه طرحې څخه ناخبره دی.


د ملي مصالحې عالي شورا او د سولې لپاره د دولت وزارت هم د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ونه‌وایه.


خو افغان حکومت وړاندې طالبانو ته وړاندیز کړی و چې جګړه ودروي او په واک کې شریک شي.


له دې وړاندې، د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلې و چې که وړاندیز شوې طرحه باندې بحث او ومنل شي، د افغانستان ستونزه به په اساسي ډول حل شي.




دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د نږدې ۱۷ ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي او د طالبانو پرمختګ لا هم دوام لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса