Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 07.08.2021

پښتون قامي جرګه: افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه غندو

Mashaalradio.com 

پښتون قامي جرګه: افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه غندو د اګست پر اوومه په چارسده کې د مزدور کسان پارټۍ په کوربه توب، پښتون قامي جرګه وشوه. په ګډه اعلاميه کې ویل شوي چې دا جرګه په افغانستان کې د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنې غندنه کوي. د جرګې په پرېکړه ليک کې دا هم وویل شول چې له نن وروسته به پر يو پښتون حمله پر ټول پښتون قام حمله ګڼل کېږي.نور حال په ويډيويي راپور کې.

د مينه پال جنازه د ملي شورا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د مشر دواخان مينه پال جنازه د ملي شورا په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه. ښاغلی مینه پال تېره ورځ د کابل په دارالامان کې د وسله والو طالبانو په برید کې ووژل شو .   د نوموړي جنازې ته يو شمېر افغان چارواکي او د هغه همکاران راغلي وو. افغان ولسمشر پر مينه پال بريد غندلی. بشپړ ویډیويي راپور دلته وګورئ:

د الله اکبر نارې؛ فراه او فاریاب کې له امنیتي ځواکونو ملاتړ

Pa.azadiradio.com 

د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ سمبولیک حرکتونو دوام لري. دا ځل په فراه او فاریاب ولایتونو کې په سلګونو ښاریانو د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د تکبیر نارې ووهلې. دغه خلکو له جګړې څخه خپله کرکه څرګنده کړه او افغان امنیتي ځواکونه یې د دې هېواد ساتونکي وبلل. نور جزییات په دې ویډیويي راپور کې:

د کندهار پر هوايي ډګر برید؛ د نن ورځې لپاره پروازونه ځنډیدلي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د احمدشاه بابا پر نړیوال هوايي ډګر د راکټي بریدونو له امله کندهار ته د نن ورځې لپاره پروازونه ځنډیدلي دي. د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر مسوول مسعود پښتون ازادي رادیو ته وویل چې شېبه مخکې پر کندهار هوايي ډګر دوه راکټونه توغول شوي، خو زیان یې نه دی اړولی. د ښاغلي مسعود په وینا حمله پر داسې مهال شوې چې د کام ایر د مسافرو یوه الوتکه چې له کابله ورغلې وه، د ناستې په حال کې وه، خو پرته له ناستې بېرته کابل ته تللې ده. تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی. دا په تیره یوه اوونۍ کې د... Читать дальше...

له افغان ځواکونو ملاتړ؛ دیني عالمانو جلال اباد کې وینه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ختیځو ولایتونو ګڼ شمېر دیني عالمانو نن شنبه (د زمري ۱۶مه) د ننګرهار مرکز جلال اباد کې راټول وو او د یوې غونډې پرمهال یې د افغان ځواکونو ټپي شوېو سرتېرو ته وینه ورکړه.  دیني عالمانو په دغې غونډې کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او پر طالبانو یې غږ وکړ چې نور دې له جګړو لاس واخلي.  دیني عالم غازي ګل شینواري رسنیو سره خبرو کې روان جنګ پردی او قربانیان یې افغانان وبلل.  ده پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د الله اکبر په ویلو دې افغان ولس نه ګواښي: "خو نن چې وړاندې کېږو، موږ په الله اکبر څوک نه پرېږدي،... Читать дальше...

له اوږده ځنډ وروسته د ۱۱ ولایتونو پوهنتونونو کې حضوري زده کړې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

له یوه اوږده ځنډ وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې پر بنسټ، د افغانستان د یوولس ولایتونو په پوهنتونونو کې حضوري زده کړې د زمري په شپاړسمه پیل شوې. د کابل پوهنتون د اتم سمسترمحصل حسیب الله وایي، په یوه نیم کال کې د کرونا ویروس له امله یې زده کړې له ستونزو سره مخ وې. د روان کال له پیل راهیسې ده د نورو محصلانو په څېر نیم سمستر لوستی دی. ده وویل: "موږ تېر کال د یوه سمستر په موده کې رخصت وو. وروسته له هغې چې درسونه مو پیل شول، په چټکۍ سره پر مخ لاړل، یعنې د څلورو میاشتو سمستر په یوې میاشتې تبدیل شو. Читать дальше...

ننګرهار کې دیني عالمانو سرتېرو ته خپله وینه نذرانه کړه

Mashaalradio.com 

د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ او ټپي شويو سرتېرو ته د ویني ورکولو په موخه دا غونډه چې پر ننګرهار سربېره په کې د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو دیني عالمانو برخه لرله، د اګست پر اوومه نېټه په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه.

بشر حقونو کمېسیون: طالبانو د غزني مالستان کې د ۲۷ ملکیانو په ګډون ۴۸ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې طالبانو څلور اوونۍ وړاندې د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې را وروسته، داسې راپورونه خپاره شول چې ګڼ شمېر ملکي وګړي د طالبانو له خوا وژل شوي دي. د ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکې وایي چې طالبانو د هغوی خپلوان وژلي دي. د همدې ولسوالۍ اوسیدونکو عصمت الله ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د هغه ۶۰ کلن پلار چې یو کروندګر و، وواژه او د خپلو حاصلاتو د پلور ۲۵۰ زره افغانۍ یې هم ځینې وړي دي. نوموړي وویل: "زما پلار۲۵۰ زره افغانۍ چمتو کړې وې. موږ دواړو غوښتل هند ته ولاړ شو یا جرمني ته. Читать дальше...



اعتراض کوونکي: د نورستان سیلاب ځپلو ته هېڅ ډول مرستې نه دي رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د سېلاب ځپلو لپاره په کابل کې د لږکیو لپاره د عدالت غوښتنې ‌‌‌‌‌‌ډلې خبري کنفرانس جوړ شو. ‎په دغه خبري ناسته کې د کامدېش ولسوالۍ سیلاب ځپلو ته چې په دې وروستیو کې تر څلوېښتو کورونو په کې ویجاړ او ۱۱۰ کسان ووژل شول، د مرستو غوښتنه وشوه. ‎عبدلوالي ارکاني چې د دغه کنفرانس له تنظیموونکو دی، ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تر دې دمه د یادې ولسوالۍ سېلاب ځپلو ته ان لومړنۍ مرستې هم نه دي رسېدلي: "دواړو رهبرانو نه ولسمشر او نه هم د سپېدارمانۍ مشر ان له موږ سره یو د غم د... Читать дальше...

د کندز چارواکي: د تېرې شپې جګړه کې ۱۱ ملکيان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندز د روغتیا ریاست وايي، په کندز ښار کې د تېرې شپې په جګړه کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.  د کندز د عامې روغتیا رییس احسان الله فضلي نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، تردې دمه د کندز حوزوي روغتون ته ۱۱ مړې او ۳۸ تنه ټپیان راوړل شوي دي چې تقریبا ټول ملکي وګړي دي. فضلي زیاته کړه: "په ټپیانو کې یو دوه نظامي پرسونل لرو، نور ټول ملکيان دي او فوتي واقعات مو هم ټول ملکي وګړي دي. دا چې څومره ماشومان، ښځې او نارینه دي له دې چې جنګي حالت دی خو په مجموع کې ۳۸ ملکي ټپیان او ۱۱ فوتي پېښې دي."... Читать дальше...

اسراییلو غزه کې دوه اهدافه په نښه کړل

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو نن شنبه(د زمري ۱۶مه) د غزې په تړانګه کې دوه اهداف په نښه کړل. له دې یوه ورځ مخکې فلسطیني وسله والو له غزې څخه په څلورو پوکڼیو پورې تړلي اورشیندونکې  وسیلې غزې ته نژدې د اسراییلو خاورې ته ورخوشې کړې.  دې پوکڼیو د اسراییلو په یوه کرنیزه ساحه کې اور بل کړ.  د اسراییلو پوځ وايي چې جنګي الوتکو یې د حماس یو پوځي مرکز او د میزاییلو یو ویشتن ځای ویجاړ کړل.  په دواړو پېښو کې د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.  پر اسراییلو د پوکڼیو حملې وروسته له هغه پیل شوې چې د حماس د ملګرې ډلې حزب الله له... Читать дальше...

امریکا کې د موټر سایکل ځغلولو فسټیوال ګډونوال داکوټا کې دمه کوي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې په متحدوایالاتونو کې نن د سټورګیس د موټر سایکل ځغلولو د کلني فسټیوال سلګونه زره ګډونوال په جنوبي داکوټا ایالت کې دمه وکړي.  په داسې حال کې چې د کرونا ویروس ډېلټا بڼې موارد په متحدوایالاتونو کې زیات شوي، دې جشن د کووېد-۱۹ ناروغۍ د احتمالي خپراوي وېره زیاته کړې ده.  د فسټیوال تنظیموونکي هیله لري چې لږ تر لږه اووه لکه موټرسایکل چلوونکي به په دې لوی لس ورځني جشن کې چې پرون پیل شو، ګډون وکړي.  روغتیايي متخصصان باور لري چې پروسږکال د دې جشن ګډونوال د کرونا ویروس د سرایت باعث شول چې په نتیجه... Читать дальше...

پکتيا کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای وموند

Pa.azadiradio.com 

په پکتيا ولايت کې د واليبال سياليو ټورنمنټ پای ته ورسېد. د پکتیا ولايت د بدني روزنې رئيس محمد داوود محفوظ نن شنبه (د زمري په ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل چې دغه ټورنمنټ د ملي بيرغ په نوم د دغې ورځې په مناسبت جوړ شوی و. د ښاغلي محفوظ په خبره، په دې ټورنمنټ کې د ګردېز ښار نه لس لوبډلو ګډون کړی وو. دغو لوبو چې درې ورځې یې دوام وکړ، د سیالیو اتلولي د غازي اباد لوبډلې په خپل نوم کړه.

کابل کې د سنوکر اتم پړاو سيالۍ پيل شوې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن شنبه (د زمري ۱۶مه) د سنوکر اتم پړاو غوره سيالۍ پيل شوې. د افغانستان د ملي المپيک کمېټې د رسنيو برخې غړي مجيب قاري زاده نن شنبه (د زمري په ۱۶مه)  ازادي راډيو ته وويل، په دغه سياليو کې د کابل له ۵۲ کلپونو څخه لوبغاړو ګډون کړی چې څلور ورځې به دوام وکړي. ښاغلی قاري زاده وايي، د دې سياليو موخه د سنوکر او بليارډ اسيايي لوبو لپاره د غوره لوبغاړو غوره کول دي.

د کورونا ډېلټا بڼه ډېره خطرناکه ده: ډاکټر ياسر

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې ډاکټر یاسر یوسفزی مېلمه دی. نوموړي ته د پاکستان حکومت د کورونا وايرس جهاني وبا پر وړاندې د مبارزي لړ کې تمغه امتياز ورکړی. ډاکټر ياسر په خيبر ميډيکل پوهنتون کې ښوونکی دی. نوموړی وايي، د کورونا وايرس نوې ډيلټا بڼه ډېره خطرناکه ده او بايد خلک لارښوونې عملي کړي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د مینه‌پال وژنې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د خطر زنګ کړنګولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د مشر دواخان مینه‌پال وژل کېدو، د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د خطر زنګ کړنګولی دی. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ 'نی' وايي، دا ګواښ ‌باید بابیزه وګڼل شي. د دې بنسټ اجراییه رییس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو جګړو له امله ځینو رسنیو خپل چارې درولي دي: "په هدفمند ډول د خبریالانو د وژل کېدو بیا پیل سره د خطر زنګ وهل شوی دی. مهمه دا ده چې طالبانو د دواخان مینه‌پال چې د حکومت د رسنیو کار کوونکی و، د وژنې مسوولیت منلی دی. Читать дальше...

پکتیا چارواکي: پر مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه په شا شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په مرکز او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا کړي.  په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت د مرکز په ګډون په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل . مومند وایي، دغه بریدونه چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شول، وسله والو طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.  دی وایي، په دې نښتو کې د هوایي او توپچي ځواکونو په ملتیا ۳۵ وسله وال طالبان ووژل شول او له ۲۰ زیات ټپیان شول. Читать дальше...

د نیمروز مرکز"زرنج" د چا لاس کې دی؟

Mashaalradio.com 

د دغه ولایت یوه چارواکي د اګست پر شپږمه، د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د اګست پر شپږمه شپه کنګ ولسوالۍ ونیوله چې د مرکز زرنج ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

Новости России
Москва

28 инвестиционных проектов Туризм.РФ перешли в активную фазу реализации


چارواکي: د جوزجان مرکز شبرغان ښار د طالبانو لاسته لوېدلی

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار د طالبانو لاسته لوېدلی. د جوزجان مرستیال والي عبدالقادر مالیه له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د شبرغان سقوط تایید کړی. دا په داسې حال کې ده چې مخکې تردې د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو د ښار په یو شمېر سیمو کې پرمختګ کړی، خو وايي، ډېر ژر به شبرغان د طالبانو له شتون پاک شي. ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "نن یې پر ښار بیا بریدونه پیل کړي او ځینو سیمو ته را رسېدلي، خو تازه دمي او نور... Читать дальше...

عمان کې پر بېړۍ برید؛ 'جي۷': ایران مسوول دی او د حملې شواهد یې څرګند شول

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ او د اووه سترو صنعتي هېوادونو ډلې چې په جي ۷ مشهوره ده، پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) ایران د عُمان اوبو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې د تېرې اوونۍ په حمله کې په لاس لرلو تورن کړ.  د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وویل، د هغې بې پېلوټه الوتکې په اړه معلومات یې راټول کړي او ارزولي چې پر مرسرستریټ تېل وړونکې بېړۍ یې حمله کړې وه او په ترڅ کې یې د دې بېړۍ یو بریتانیايي ساتونکی او رومانیايي ماڼو ووژل شول.  د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وايي، امریکايي متخصصان د شواهدو پر اساس دې نتیجې ته ورسېدل چې بې پېلوټه الوتکه په ایران کې جوړه شوې ده. Читать дальше...

چارواکي: سمنګان کې د اوبو لګولو ۳ کانالونه جوړ شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظيم ملي اداره وايي، په سمنګان ولایت کې د اوبو لګولو د درې کانالونه جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. د دې ادارې وياند نظام خپلواک الدین نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، دغه کانالونه د اوبو د چارو د تنظیم ادارې او د 'USAID' په مالي مرسته د اوبو مدیریت، د ځمکې خړوبولو او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه جوړ شوي دي. د ښاغلي خپلواک په خبره، د زوړ ایبک، کاریز او چوغي کانالونه چې ۲۷.۷۸ کیلومټره اوږدوالی لري، ۳۴۲۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه او ۳۲۷۰۰ کسان به ترې ګټه پورته کړي.

چارواکي: د ننګرهار ځينو ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت د ننګرهار ولایت په ځينو ولسواليو کې د ملي دسترخوان پروګرام د پيل خبره کوي. د دې وزارت وياند فريدون اژند نن شنبه (د زمري ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د ملي دسترخوان پروګرام عملي چارې په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې۴۶۳ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو  په ویشلو سره په عملي ډول پیل شوی دی. د ښاغلي اژند په خبره، دغه خوراکي او غیرخوراکي توکي نن د بټي کوټ ولسوالۍ د نصرت خېلو شورا کې ۳۰۸ مستحقو کورنیو او د کوټ ولسوالۍ ښایسته خېلو... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Стефанос Циципас

Паула Бадос и Стефанос Циципас расстались | Виды спорта






Строительство судостроительного кластера в Москве

Анна Данилова дала старт Всероссийской акции "Синий платочек Победы" 2024 на станции метро Курская

В метро Москвы запустили поезд ко Дню Победы

Инаугурация президента Путина - 2024. Прямая трансляция