Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2021

Новости за 22.08.2021

طالبان د انعکاس راډیو ټلویزیون مشر کور ته ننوتلي

Pa.azadiradio.com 

‎د انعکاس ټلوېزیون یوه چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه وکړه، ادعا وکړه چې تېره شپه یو شمېر طالبان چې ځانونه د حقاني شبکې غړي بلل، د دې ټلوېزیون د مشر انجنیر زلمي کورته ننوتل او درې میله وسلې او څو موټر یې ترې بوتلل. د سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو انجنیر زلمی او ورور یې خوندي ځای ته انتقال کړل. د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې د خلکو کورونو ته ننوتل او د هغوی موټر او سامان اخیستل د ده په خبره د اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف دي او باید په کلکه یې مخنیوی وشي. د ښاغلي... Читать дальше...

د افغان سیاستوالو د ملاتړ جلبولو لپاره د طالب مشرانو هڅې

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د دې ډلې ځینو مشرانو هڅې روانې کړي چې د افغان سیاستوالو ملاتړ جلب کړي. د طالبانو مشران په تېره بیا خلیل الرحمن حقاني دا وروستۍ څو ورځې د ځینو افغان سیاستوالو کورونو ته ورغلی او له هغوی یې د طالبانو لپاره "بیعت" اخیستی. تازه یکشنبه خلیل الرحمن حقاني او د طالبانو یو شمېر مشران د ګل اغا شیرزي کور ته ورغلي وو. ګل اغا شیرزی د افغانستان په کابینه کې لږ تر لږه دوه دورې وزیر پاتې شوی. وروستی وزارت یې د سرحدونو او قبایلو چارو و. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د ښار جوړوونې وزیر و. Читать дальше...

د افغانستان د مخ پر خرابېدونکي اقتصادي وضعیت د لاس انجلس ټایمز تبصره

Pa.azadiradio.com 

هیل هیل ورځپاڼې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د اوو افغان ملکیانو د مړه کېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.   د بریتانیا دفاع وزارت پرون وویل چې دا کسان د سختې ګڼې ګوڼې له کبله مړه شوي دي.   د دې وزارت په اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي شوې ده.   د هیل ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې له یوې اوونۍ راهیسي چې کابل د طالبانو لاسته لوېدلی دی، زرګونو کسان غواړي چې له افغانستانه ووځي.   د امریکا دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې ۱۷ زره کسان په تېره یوه اوونۍ کې له افغانستانه ایستل شوي دي.... Читать дальше...

عزیز الله فضلي د افغان کرکټ بورډ سرپرست وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

عزیز الله فضلي د افغان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس وټاکل شو. د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا خبر تایید شوی دی. ښاغلی فضلي له دې وړاندې هم د کرکټ بورډ عمومي رییس پاتې شوی دی. فرحان یوسفزی چې د کرکټ بورډ رییس و تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. ښاغلی فضلي داسې مهال د کرکټ بورډ سرپرست رییس ټاکل کیږي چې ټاکل شوې افغان لوبډله راتلونکې میلادي میاشت په سریلانکا کې له پاکستان لوبډلې سره مخ شي. خو په افغانستان کې وروستیو بې ثباتیو ته په کتو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ښایي دا سیالۍ وځنډول شي.

د بریتانیا پوځ: د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر کې ګډوډۍ۷ افغان ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پوځ وايي، د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر کې د ګډوډۍ له امله ۷ ملکي افغانان وژل شوي دي. د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې دغه کسان د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله وژل شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د دې اندېښنو ترڅنګ د کابل نړېوال هوايي ډګر ته د داعش ډلې خطر بل ګواښ دی. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا سفارت په کابل کې خپلو وګړو او همدا راز یو شمېر هغه افغانانو ته چې له دوی سره یې کار کړی هوايي ډګر ته د نه ورتګ اعلان وکړ. بل خوا د امریکا په دفاع وزارت کې ځینې چارواکو... Читать дальше...

د کابل پر هوايي ډګر په ټېل ماټېل کې مرګ ژوبله

Mashaalradio.com 

رسنۍ وايي، د کابل پر هوايي ډګر په ټېل ماټېل کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې. د اګست پر ۲۱مه په ټېل ماټېل کې د مړو او ژوبلو کره شمېر معلوم نه دی خو د سکای نیوز ټېلېوېژن په ویډیوګانو کې ښکاري چې بهرني پوځیان په مړو څادرونه اچوي او د ژوبلو مرسته کوي. د کابل هوايي ډګر ته تر هغې وروسته ګڼ خلک ورلي چې د اګست پر ۱۵مه طالبانو پلازمېنه ونیوله او بهرنیو هېوادونو د خپلو وګړو او د افغان همکارانو د ایستلو بهیر پیل کړ. امریکا وايي، د اګست تر ۳۱مې به خپل ټول وګړي او زیاتره افغانان له هېواده وباسي. په دې اړه د مشال راډیو... Читать дальше...



پاکستان کابل ته د قریشي د سفر کولو راپورونه رد کړل

Mashaalradio.com 

پاکستاني چارواکو کابل ته د پاکستان بهرنيو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د سفر په اړه خبرونه ناسم بللي دي.  یوشمېر رسنیو خبر ورکړی وو چې قریشي د اتوار (یکشنبې) پر ورځ کابل ته ځي. خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۲۲مه په یوه بیان کې وویل، کابل ته د شاه محمود قریشي د سفر په اړه خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي او اوسمهال د دې سفر په اړه هېڅ پلان نه‌ شته.  البته وزارت وايي، قریشي به د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره د اګست له ۲۵مې څخه، د سیمې څلور هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته سفرونه پيل کړي. Читать дальше...

اسلام اباد کابل ته د قریشي سفر رد کړ؛ "کابل ته د‌ قریشي د سفر پلان نه‌شته"

Pa.azadiradio.com 

که څه هم ډېرو رسنیو نن د یک‌شنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سفر خبر خپور کړی و، خو د پاکستان حکومت دا خبر رد کړ. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبرپاڼه کې وليکل، کابل ته د شاه محمود قریشي د سفر په اړه خپاره شوي خبرونه بې بنسټه دي او اوس‌مهال د دې سفر په اړه هېڅ پلان نه‌شته. خو د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره د سیمې ۴ هېوادونو تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران ته، د‌ ښاغلي قریشي سفر تایید شوی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

د افغان ملکي مامورینو شکایت: د تېرو څو میاشتو معاشونه نه دي راکړل شوي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ملکي مامورین وایي چې دوی له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دوی له ډلې یوه هم تهمینه ده: "زه د کور سرپرستي په غاړه لرم، همدغه معاش ته ناست یو، خو هغه هم ما درې میاشتې نه دی ترلاسه کړی، اوس حیرانه یو، څه وکړو کومې خوا لاړ شو، غوښتنه دا ده چې زموږ معاش را کړل شي او د کور نفقې لپاره کار ته اجازه ورکړي." نوموړې چې شپږ بچې لري وایي، میړه یې معتاد دی او د کور یوازینۍ نفقې برابروونکې ده. د دولت دغه مامورین اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده. Читать дальше...

اسراییلي پوځ غزه کې د حماس پر مرکزونو بمباري وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ وايي، د اسراییلو جنګي الوتکو د شنبې په ماښام د غزې په تړانګه کې د حماس پر مرکزونو او ځایونو بمباري وکړه.  د دواړو خواو ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا راپورته شوی. د یکشنبې په ورځ د ډزو په تبادله کې یو اسراییلي سرتیری او ۴۱  فلسطینیان ټپیان شوي چې د دوه تنو وضعیت نازک ښودل شوی.  دا نښتې د حماس او نورو ملېشو له خوا په غزه کې د فلسطینیانو د تنظیم شویو لاریونونو پر مهال رامنځته شوي.  په سلګونو فلسطینیانو د اسراییلو پولې ته نږدې لاریون کړی او د اسراییل پوځ ادعا کړې چې له مظاهره چیانو... Читать дальше...

طالبانو ګل اغا شیرزي ته د "افغانستان د بلډوزر" لقب ورکړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د افغانستان یوې پېژندل شوې سیاسي څېرې ګل اغا شیرزي ته له هغه سره د کتو پر مهال د "د افغانستان د بلډوزر" لقب ورکړ.  په خواله رسنیو د طالبانو ګڼ مشران او ګل اغا شیرزی ښکاروي چې شیرزی د طالب مشرانو په هڅونه له دې ډلې ملاتړ اعلانوي.  شیرزي ته د بلډروز لقب د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي په دوره کې د ښار جوړوونې وزارت په چوکاټ کې د هغه د هڅو په خاطر ورکړل شوی و.  د طالبانو مشرانو په تېره بیا خلیل الرحمن حقاني دا وروستۍ څو ورځې ځینې افغان سیاستوال د دې ډلې ملاتړ ته ور جلب کړي.

د بریتانیا پوځ: ۷ افغان ملکي وګړي د کابل هوایي ډګر کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پوځ نن  اعلان وکړ چې اووه افغان ملکي وګړي د کابل په هوایي ډګر کې په ګډوډۍ کې وژل شوي دي.  اسوشیټېډ پرېس، د بریتانیا د پوځ د بیان په حواله لیکلي چې د طالبانو هوایي ډزو خلک تېښتې ته اړ کړل او په ګډوډیو کې دا اووه کسان ووژل شول.  پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته خلک له دې هېواده د تېښتې په لټه کې دي او د کابل په نړیوال هوايي ډګر یې ډېره ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده.  د لسګونه نورو د ټپي کېدو راپورونه هم خپاره شوي.  تر دې مخکې د کابل هوايي ډګر ته د خلکو د ور ټولېدو په لومړیو ورځو کې د... Читать дальше...

پاکستان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا وایرس ۷۵ کسان وژلي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ناروغۍ له وجې پينځه اویا (۷۵)  کسان مړه شوي. له دې سره، په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې، له کووېډ-۱۹ څخه د مړو شمېر څلورويشت زره نهه سوه درويشتو ۲۴۹۲۳ ته ورسيد. د دې وبا په اړه معلومات خپرونکې حکومتي وبپاڼې ليکلي چې د اګست تر ۲۲مې پورې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر يولسو لکو درويشتو زرو ته رسيدلي دي. په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس دري زره اته سوه دوه څلوښت (۳۸۴۲) مثبت کېسونه ثبت شوي دي.خو له کووېډ۱۹ ناورغۍ لس لکه نهه زره څخه زيات کسان بېرته رغېدلي هم دي. Читать дальше...

له افغانستانه د امریکايي وګړو وتل؛ "ښايي د امریکا ملکي الوتکې وکارول شي"

Pa.azadiradio.com 

په راپورونو کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد ملکي الوتکو ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي وګړو د ایستلو په برخه کې ښايي له دوی مرسته وغوښتل شي.   رویټرز خبري اژانس د اګست په ۲۱مه نېټه د امریکا د حکومتي سرچینو له قوله ویلي چې هوايي شرکتونو ته امر ورکړل شوی دی چې د دوی الوتکې ښايي وکارول شي خو په دې اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.   د سرچینو په وینا، ملکي الوتکې به افغانستان ته نه ځي بلکې د جرمني او منځني ختيځ په ګډون به له نورو ځایونو خلک امریکا ته انتقال کړي.   دا راپور په... Читать дальше...

Новости России
Москва

28 инвестиционных проектов Туризм.РФ перешли в активную фазу реализации


هسپانیا: د امریکا افغان همکارانو ته د اوسېدو زمینه برابروو

Pa.azadiradio.com 

هسپانیې له امریکا سره موافقه کړې چې د خپل هېواد په پوځي اډو کې به د متحده ایالاتونو افغان همکارانو ته د اوسېدو زمینه برابره کړي.  د هسپانیې حکومت نن اعلان کړی چې په دې تړاو بېګا د امریکا ولسمشر جو بایډن د هسپانیې له صدراعظم پېدرو سانچز سره ټيلیفوني خبرې کړي او موافقې ته رسېدلي.  صدراعظم سانچز په خپل ټوېټر هم لیکلي چې له جو بایډن سره یې په بېلابېلو مسالو له هغې ډلې د افغانستان پر وضعیت او له دغه هېواده د خلکو د رایستلو په تړاو د امریکا او هسپانیې په همکاریو باندې رغنده خبرې وکړې.  پرون ماښام... Читать дальше...

نرېندر سنګ خالصه: د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هندوانو او سکانو استازی نرېندر سنګ خالصه د طالبانو د واکمنېدو په غبرګون وايي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوې.  هغه دا خبره نن هند ته په رسېدو له هندي رسنیو سره په مرکه کې وکړه.  ښاغلي خالصه زیاته کړه:  "ماته ژړا راځي. بس څه وکړو. افغانستان کې له پېړیو اوسېدو داسې حالات مو نه وو لیدلي. هر څه مو ختم شول. شل کاله چې کوم حکومت جوړ شو. هر څه ختم شول. هر څه صفر شول."     هند هم د ګڼو نورو هېوادونو په څېر له افغانستانه خپل اتباع او یو شمېر افغانان ایستلي دي. Читать дальше...

مالیې وزارت: د کار کوونکو معاشونه به د تېر په څېر بیا ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مالیې وزارت وايي چې د اسلامي امارت او نوي اسلامي حکومت له پیلېدو وروسته د کار کوونکو معاشونه د تېر په څېر بیا ورکول کېږي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې بانکي، مالي او ګمرکي فعالیتونه به ډېر ژر بېرته په کار پيل وکړي. وړاندې په اعلامیه راغلي، مالیې وزارت هغه مامورین چې تخنیکي دندې ور ترغاړې دي لکه د سېکوډا مالي سیسټم، افمېس، مطبوعات او خدماتي موظفین، کولای شي خپلو دندو ته راشي. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د مالیې وزارت د نورو برخو مامورین دې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي... Читать дальше...

د کابل شهزاده سرای به د بانکونو تر پرانیستو پورې تړلی وي

Pa.azadiradio.com 

د کابل شهاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې دغه سرای به د افغانستان بانک او نور خصوصي بانکونو تر خلاصېدو پورې تړلی وي. دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه پرېکه یې د  خصوصي بانکونو له استازو سره په ګډه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ کابل ته د طالبان له ننوتل ورسره په کابل کې د شهزاده سرای وتړل شو. حمدالله وردګ چې په کابل کې ګرځنده صراف دی وايي چې د شهزاده سرای په تړل کېدو سره په بازارونو کې د افغانیو بیې ثابتې نه دي، نو ځکه خلک پیسې زیاتې نه بدلوي. د نوموړي په وینا نن... Читать дальше...

جرمني خپلو اتباعو ته: د خطر له امله د کابل هوایي ډګر ته مه ځئ

Pa.azadiradio.com 

له امریکا وروسته جرمني هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د احتمالي خطر په خاطر د کابل نړیوال هوايي ډګر ته لاړ نه شي.  د امریکا سفارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، د کابل د هوايي ډګر د دروازې مخته بالقوه امنیتي خطر شته او له دې کبله امریکایانو ته سپارښتنه کوي  چې هوايي ډګر ته ورنه شي مګر دا چې د امریکا حکومت ورڅخه وغواړي.  د جرمني سفارت هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د کابل هوايي ډګر ته لاړ نه شي.  دغه سفارت ویلي چې طالبان هوايي ډګر ته نژدې له خلکو پوښتنې - ګروېږنې کوي.  د امریکا د پوځ یوه چارواکي... Читать дальше...

یونان ترکیې سره پر پوله ۴۰ کیلومتره  دېوال  بشپړ کړ

Pa.azadiradio.com 

د یونان حکومت وايي، له ترکیې سره په پوله کې یې د ۴۰ کیلومتره دېوال جوړېدل بشپړ  کړ.  دا دېوال چې د څارنې وسایل هم په کې نصب دي،  اروپا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورماتېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.  تېره اوونۍ ترکیې هم ویلي و چې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره له ایران سره په خپله پوله کې د دېوال د غځولو چارې پراخوي.  ترکیې په تېرو کلونو کې له ایران سره په خپله پوله کې ۱۵۵ کیلومتره دېوال جوړ کړی خو ټاکل شوې ده چې دا دېوال ۲۴۱ کیلومتره اوږدکړل شي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Свентек переиграла Соболенко и выиграла титул WTA в Мадриде






Соседки избили пенсионерку-ветерана в пансионате Красноярска

Врач из Видного Асанов: перед ЕГЭ стоит отказаться от фастфуда

Свой день рождения White Queen отметила вечеринкой в космическо-морской тематике

Bloomberg: ЕС введёт санкции против РИА Новости, "Известий" и других СМИ