Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2021

ملګرو ملتونو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل خپل سرحدونه پرانیزي

0
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل خپل سرحدونه پرانیزي.


افغانستان له ایران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او تر یوه حده له چین سره ګډ سرحد لري.


ملګري دا غوښتنه داسې وخت کوي چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو نیولو ته دوام ورکړی دی.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاندې شبیا منټو نن په جنیوا کې یوه کنفرانس ته وویل، وضعیت د بشري بحران خوا ته روان دی.


په افغانستان کې د جګړو له شدت سره په زرګونو سړي، ښځې او ماشومان د طالبانو له تعرض څخه د خوندیتوب لپاره نورو ځایونو ته په کډه دي.


شبیا منټو ویلي، د سرپناه نه‌برابرېدل به د بې‌دفاع خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса