Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2021

طالبان: څو اونیو کې به نوی حکومت جوړ کړو

0
طالبان به په څو اونیو کې نوی حکومت جوړ کړي. دا خبره د دې ډلې یوه غړي رویټرز اژانس ته کړې ده.


د طالبانو د دې غړي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رویټرز اژانس څرګندوي چې حقوق پوهان، دیني عالمان او له بهرني سیاست سره اشنا کسان به د دې نوي حکومت چوکاټ جوړ کړي او په څو اونیو کې به کار پیل کړي. 


طالبانو د یکشنبې په ورځ کابل ونیو او داسې ژمنې یې کړي دي چې د دوی نوی حکومت به د دې ډلې د پخوانۍ واکمنۍ پرتله معتدل وي. 


طالبان له نولس سوه شپږ نویمه تر دوه زره لومړي کال پورې واکمنان وو چې القاعده شبکې ته یې پناه ورکړې وه او بیا د دوی حکومت د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو وپرزاوه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса