Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2021

چین: پاکستان دې د چینایي وګړو خوندیتوب ډاډمن کړي 

0
بیجینګ له اسلام اباده غوښتي چې پاکستان کې د چینایي اتباعو خوندیتوب ډاډمن کړي. 


دا غوښتنه وروسته تردې کېږي چې پرون د بلوچستان ګوادر بندر ته نژدې پر چینایي کار کوونکو برید وشو چې څو تنه یې ټپیان شول. 


د دې برید مسولیت د بلوڅانو د ازادۍ د پوځ په نوم وسله والو پر غاړه واخېست. 


په اسلام اباد کې د چین سفارت دا حمله غندلې او په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان باید دغه هېواد کې د چینایي اتباعو د امنیت لپاره عملي او موثر ګامونه واخلي. 


په تېر جولای میاشت کې هم د پاکستان په شمال کې د چینایي کارګرو پر موټر برید ۱۳ تنه ووژل چې ۹ یې چینایان وو. 


چین په پاکستان کې پر خپل اقتصادي دهلېز ۶۵ میلیارده ډالره پانګونه کوي او د خپلو اتباعو د امنیت لپاره یې ۱۵ زره سرتیري هم ګمارلي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса