Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

اوکرايني چارواکي: د بوچا ښار کې تر زر ډېر مړي موندل شوي

0
د اوکراین په بوچا ښار کې د ځینو نورو کسانو مړي موندل شوي، چې د پولیسو په خبره داسې ښکاري دغه کسان شکنجه شوي هم وو.


د اوکراین د پلازمېنې کییف په شمال لویدیځ ښارګوټي بوچا کې د درېیو سړیو مړي پرون وموندل شول.


چارواکي وايي د دغو کسانو لاسونه تړل شوي، پر بدن یې ټپونه او د مرمیو نښانونه ښکاري، چې د پولیسو په خبره دا د شکنجې ښکارندويي کوي.


د اوکراین حکومت وايي په بوچا کې تر اوسه تر ۱۰۰۰ زیات مړي موندل شوي، چې د ګڼو مړو پر بدنونو د شکنجې نښې لیدل شوي دي.


دغه مړي په دې ښارګوټي کې وروسته له هغې وموندل شول، چې روسي ځواکونه تېره میاشت ورڅخه ووتل.


د جنايتونو دغه څرګندې نښې د دې سبب شوې، چې ګڼ هېوادونه، ملګري ملتونه او نړیواله جزايي محکمه د څېړنو غوښتنه وکړي، څو معلومه شي، چې ایا واقعاً جنګي جنایتونه شوي دي که څنګه.


په کییف کې د پولیسو یوه محلي چارواکی اندري نیبي - توف په هغه ویډیو کې چې پرون شنبه پر یوټیوب خپره شوې ویلي، د مړو پر بدن د مرمیو له کبله ټپونه ښيي چې دغه کسان شکنجه شوي دي. ده ویلي هر سړی پر اورمېږ په مرمۍ ویشتل شوی دی.


د پولیسو دغه چارواکي زیاته کړې، د عدلي طب په لابراتوارونو کې تر اوسه د ۱۲۰۲ هغو کسانو مړي معاینه شوي، چې ګومان کېږي روسي یرغلګرو د کییف په دې ساحه کې وژلي دي.


روسیې د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ، چې تر اوسه دوام لري.


له دغو شواهدو سره- سره روسیې تر اوسه دا نه ده منلې چې د خپلې جګړې له پیله دې ملکیان په نښه کړي وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса