Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 06.05.2022

اڅکری: له افغانستان سره پر پوله ازاد تګ راتګ غواړو

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په پشین کې د مۍ پر شپږمه د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د هغه د ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د اختر روایتي جلسه وشوه. په غونډه کې محمود خان اڅکزي د پاکستان پر روانو سیاسي حالاتو، د بلوچستان او افغانستان مسلو په ګډون په سیمه ییزو حالاتو خبرې وکړې. په غونډه کې د ګوند مرکزي او صوبایي مشران موجود وو. پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه جلسه هر کال په پشین کې د اختر پر څلورمه کوي. د ګوند باني بنیاد اېښودونکي عبدالصمد خان اڅکزي د خپلو سیاسي هلوځلو پېل له هم دغه ځایه کړی وو. تفصیل د صمد شبنم په ویډیويي راپور کې و ګورۍ.

حکومت: پر غرونو د واورو له ویلېدو په جون، جولای کې سېلابونه راتلای شي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د موسمیاتو ادارې یوه مشر مشتاق شاه ویلي دي چې په هېواد کې ۵۰ داسې ډنډونه دي چې حساسه بلل کېږي ځکه چې د ګرمۍ له وجې د غرونو واورې ویلېدو له وجې پکې د اوبو زېرمې لوړېدای شي او په خیبر پښتونخوا کې د سېلاو لامل کېدای شي.

امريکا او ايرلینډ پر هرازه وګړيو د بريدونو په اړه اندېښنې ښودلي

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ایرلنډ په افغانستان کې د هزاره ګانو تدریجي وژنې او د افغان مېرمنو د حقونو په اړه جدي اندېښنه ښودلي. په افغانستان کې د هزاره ګانو وژل ، د مېرمنو د حقونو تر پښو لاندې کول او له زده کړو د دوی لرېوالی هغه موارد دي چې امریکا او ایرلنډ یې په اړه اندېښنې لري. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په ورستیو څو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هزاره ګانو په تدریجي ډول وژل د اندېښنې وړ مسله ده. هغه لیکلي په افغانستان کې له زده کړو د مېرمنو... Читать дальше...

د هنګري صدر اعظم: پر روسیه د اروپایي ټولنې د تازه بندیزونو ملاتړ نه کوو

Pa.azadiradio.com 

د هنګري صدراعظم، ویکټور اوربان یو وار بیا د خپل حکومت پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د روسیې په وړاندې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د تازه پېشنهاد شوې بستې ملاتړ نه کوي. په دغو بندیزونو کې له روسیې د تېلو د واردولو منع کېدل هم شامل دي. اوربان نن د هنګري له دولتي راډیو په خبرو کې وویل، دغه بندیزونه، په اټومي بم د هنګري د اقتصاد په نښه کولو معنی لري. ده زیاته کړه، بوداپست د هغو پېشنهادونو مخالف نه دی، چې د هنګري ګټو ته زیان نه اړوي. تر دې یوه ورځ مخکې اروپايي ټولنې، له اوکراین سره د روسیې... Читать дальше...

راپورونه: د بغلان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان محلي رسنیو د بغلان د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیر د وژل کېدو راپور ورکړی دی. د پژواک خبري اژانس او طلوع نیوز په وینا، ناپېژاندو وسلوالو د مولوي نورالدین په نوم د طالبانو دغه چارواکی، تېره شپه د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې وژلی دی. رسنیو د بغلان د والي قاري بختیار معاذ په حواله راپور ورکړی، چې وايي پېښه د شخصي دښمنې له مخې شوې ده. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه د ی منلی، خو تر دې مخکې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې ادعا کړې، د طالبانو غړي... Читать дальше...

ایران کې د افغان کډوالو سرشمېرنه؛ يو شمېر افغانان یې اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د افغان کډوالو د شمېرلو په اړه د ایران د وروستۍ پرېکړې ته اندېښمن دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دغه هېواد کې د افغانانو د سرشمېرنې بهیر لازمي بللی او ویلي یې دي چې که څوک همکاري ونه کړي ورسره به قانوني چلند وشي. ۴۴ کلنه مريم د کندوز ولايت اوسېدونکې  او له ٢٨ کلونو راهيسې په ايران کې د کډوالۍ ژوند کوي. د اغلې مريم په خبره، پخوا یو ځلې خپله او بل ځلې يې نږور په سرشمېرنه کې برخه اخيستې او له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي. خو دا ځل په ايران... Читать дальше...

ارزګان کې دوه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست مسؤلين وايي، تېره ورځ ناوخته د دهراوود ولسوالۍ په د سياه سنګ سيمه کې د نامالومه کسانو لخوا د عبدالجان او جمعه خان په نومونو دوه کسان وژل شوي دي. د اطلاعات او فرهنګ رئيس ملامحمد اصف ازادي راډيو ته وويل، پيښه هغه مهال رامنځته شوي ده چې ياد کسان په يوه موټر کې سپاره وه او پر دغه موټر ډزې شوي دي. نوموړی د پېښې انګېزه شخصي دښمني بولي. ښاغلی اصف وايي، سيمي ته ځواکونه رسېدلي دي او يادې پېښې په تړاو يې درې کسان نيولي هم دي. يوه سرچينه وايي وژل شوي کسان زوی او پلار... Читать дальше...

د ټولګيو جدا کېدل؛ محصلين: د درس ډېرېدو مو د دندو وخت نيولی

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین وایي د نجونو او هلکانو د ټولګیو د جدا کېدو له امله یې درسي ساعتونونه ډېر شوي چې دغه مسلې دوی نیمه ورځ له دندو منع کړي دي. د کابل پوهنتون یو محصل چې د زده کړو ترڅنګ یې نیمه ورځ کار هم کاوه وایي، د محصلینو د درسي ورځو د جلا والي په اړه یې د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړې ترې د نیمه ورځ کار کولو فرصت اخیستی دی. نوموړي چې نه یې غوښتل په دغه راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:"اړ شوم چې دنده پرېږدم، مخکې به مې له زده کړو سره کار هم کاوه چې دې مسلې راسره له... Читать дальше...



اڅکزی: د افغانستان د وېش په اړه فکر کوونکي به له ورته برخليک سره مخ شي

Pa.azadiradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، که څوک سوچ کوي چې افغانستان به سره ووېشل شي، پاکستان او ایران به هم له ورته برخلیک سره مخامخ شي. محمود خان اڅکزي نن جمعه، په پښین کې د خپل ګوند یوې غونډې ته وویل:"که خدای مکړه افغانستان به په شمال او جنوب تقسیمېږي نو که افغانستان تقسیم شو پاکستان به خامخا تقسیمېږي ایران به خامخا تقسیمېږي." له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، د نړۍ یوه هېواد هم د دوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ماريوپول کلا بند ښار؛ روسي ځواکونو پرې بيا بريدونه پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو د اوکراین د ویجاړ شوي بندري ښار، ماریوپول د فولادو پر یوه فابریکه یو وار بیا حملې له سره پیل کړې. هلته د راګیرپ اتې شویو جنګیالیو د ځپلو لپاره په دغو حملو کې له جنګي الوتکو هم کار اخیستل کېږي. بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي له ماریوپول د ملکیانو د ایستلو درېیم پړاو عملیات پلان شوي دي. ګومان کېږي، د ویجاړ شوي بندري ښار ماریوپل د فولادو د فابریکې په تهکاوۍ/ زېرخانه کې به شا و خوا ۲۰۰۰ اوکرایني جنګیالي او په سلګونو ملکیان راګیر پاتې وي. روسي ځواکونو د تېرې اوونۍ په لومړیو کې هم هلته د ماریوپول پر دېره مدافعانو حمله کړې وه. Читать дальше...

بادغيس: پر نشه د روږدو کسانو د درملنې مرکز له تېرو اته مياشتو راهيسې فعاليت نه دی کړی

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس ولایت کې د معتادینو د درملنې يوازيني شل بستريز مرکز تړلو د بادغیس ولايت د څو زرو معتادینو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. بسم الله دېرش کاله مخکې ایران ته د کار لپاره تللی و چې هلته په هيروينو معتاد شو، ده ازادۍ راډيو ته وويل، د معتادینو د درملنې روغتون تړلو د ده هيلې له خاورو سره خاورې کړې. نوموړي وويل: "موږ ټوله هيله لرو چې درملنه مو وشي، ټول هلکان هوښياريان دي او آن دا چې په دوی کې داسې ځوانان هم شته چې پوهنتونونه يې ويلي دي. هيڅوک نشته چې زموږ پر سر لاس راتېر کړي او راته ووايي چې وروره،... Читать дальше...

حضرت ګل وايي د کډوالۍ ژوند په ځوانانو کې مثبت بدلون راوستی

Mashaalradio.com 

مشال مرکه کې مو د کرمې قبايلي ضلعې مدني فعال حضرت ګل ميلمه دی. نوموړی له تېرو ۱۴ کلونو راهيسي په سيمه کې تعليمي هلې ځلې کوي او زده کونکو ته د تعليم او ټيسټونو تياري لپاره وړيا کورسونه ورکوي. حضرت ګل وايي، د نورو قبايلي ضلعو پرتله په کرمه کې تعليمي کچه زياته ده او د کډوالۍ ژوند په خلکو کې ډير مثبت بدلون هم راوستی دی. د خپروني کوربه ګل اياز دی.

سيګار: د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه عملي نه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار وايي، د افغانستان د واقعيتونو په پام کې نيولو سره، د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه ډېره عملي نه ده. د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت د مشر ملا هيبت الله اخوند د فرمان يوه مياشت پوره کېږي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د کوکنارو د کښت بندولو د څرنګوالي په اړه پاليسي نه ده اعلان کړې. اوس د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په خپل تازه راپور کې ويلي، د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو... Читать дальше...

مفتاح اسماعیل: عمران خان په تاريخ کې تر ټولو زیاته ګراني پرېښې

Mashaalradio.com 

د پاکستان د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وايي چې په تاريخ کې تر ټولو چټکه بجټ خساره د پاکستان تحریک انصاف حکومت په وخت کې وه.  مفتاح اسماعيل د مې پر ۴مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان په تاريخ کې تر ټولو لويه ګرانۍ پرېښې ده. ده وویل، "د عمران خان حکومت په تيرو څلور کالو کې ۲۰ زره اربه روپۍ پور اخیستی چې ۸۰ فيصده بجټ جوړوي." نوموړي زیاته کړه چې د تحریک انصاف حکومت د پیسو له نړیوال صندوق سره شرطونه منلي چې له مخې یې د ده په وینا، اوس په ملک کې پیټرول او ډیزل دومره ګران دي.  ... Читать дальше...

اوچا: افغانستان کې خلک بېړنۍ بشري مرستو ته اړتيا لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا په دغه هېواد کې د بشري اړتیاوو لوړې کچې اندېښمنه کړې ده. ۵۰ کلن ضیاءالدین چې د بادغیس ولایت اوسېدونکی دی وایي په دغه ولایت کې راوتلو سېلابونو یې کور او کرنیزې ځمکې په بشپړه توګه ویجاړ کړي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. نوموړی وايي:"ما په ژوند کې داسې حالت نه وه لیدلی، داسې شدید سېلابونه، همدا پرون مې ټولې ځمکې او هر څه مې چې درلودل،سېلابونو لاندې کړي دي." سبحان الله چې بیا د ننګرهار ولایت اوسېدونکی وایي تر اوسه له طبیعي پېښو په امان... Читать дальше...

ازبکستان سره پر پوله درې قزاقستاني وګړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان چارواکي وايي درې کسان د ازبکستان پر سرحد د ډزو په نتیجه کې وژل شوي دي. د چارواکو په خبره دغه کسان چې د قرغزستان وګړي ښوول شوي هغه وخت ووژل شول، چې د ادعا له مخې د ازبکستان سرحدي ساتونکو د دواړو هېوادونو پر پوله ډزې وکړې. د ازبکستان چارواکو نن جمعه د قرغزستان د سرحدي ساتونکو د دې راپور په اړه سم د لاسه تبصره نه ده کړې. راپورونه وايي د قرغزستان او ازبکستان مشران نن جمعه د دې پېښې په اړه خبرې کوي.

Новости России
Москва

Что можно отметить в этот день


هندي وګړي ولې د رکشې پر سر بوټي کرلي؟

Mashaalradio.com 

د هند په پلازمېنه نوي دلي کې یو کس د ګرمۍ شدت کمولو لپاره د خپلې رکشې پر سر بوټي کرلي دي. دی دعوه کوي چې له دې کار سره په رکشه کې د تودوخې درجه د بهر پرتله خورا کمه شوې. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

د هند کرکټ سيالۍ؛ نن ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز ډګر ته ښکته کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند د ۲۰ اوریزه کرکټ په کلنۍ اتلولۍ کې نن د ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز لوبډلو ترمینځ سیالي ده. افغان لوبغاړی راشد خان په ګجرات ټایټنز کې لوبیږي. تر اوسه په شویو سیالیو کې ګجرات ټایټنز پر لومړي، لکنو سوپر جاینټس پر دویم، راجستان رایلز پر درېیم، رایل چیلېنجرز بینګلور پر څلورم او دلي کیپېټلز پر پینځم مقام ده. د ای پي اېل سیالۍ د مارچ پر ۲۸مه پیل شوې دي چې د روانې میاشتې تر پایه به دوام ولري.

د اوکراين په ماريوپول ښار کې اوس هم نښتې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو او د ماریوپول ښار د ازوفستال د فولادو په کارخانه کې بند پاتې اوکراینیو سرتېرو نښتو ته دوام ورکړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند کېدو هیله ښوولې چې له هغې ویجاړې شوې ودانۍ څخه د نورو ولسي وګړو وتلو ته لاره برابره شي. روسي سرتېري، تر شاوخوا دوه نیمو میاشتو سختې بمبارۍ وروسته چې پکې ښار تر ډېره په کنډواله بدل شوی، د فولادو  لویې کارخانې ته داخل شوي دي. په هغه ودانۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ اوکرایني جنګیالیو او سلګونه ولسي وګړو په سورنګونو او خندقونو کې پناه اخیستې ده. Читать дальше...

فلسطيني بريدګرو درې اسرايليان وژلي

Pa.azadiradio.com 

اسرائیلي چارواکو ویلي، دوه فلسطیني بریدګرو د پنجشنبې په ماښام د تل ابیب په یوه ښارګوټي کې درې اسرایلیان د چړو په ګوزاونو وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي. اسراییلي پولیسو د بریدګرو د موندلو لپاره چې په موټر کې تښتېدلي دي په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي. د اسراییلو صدر اعظم نفتالي بینیټ د پنجشنبې په ماښام د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره تر لیدو وروسته وویل: "موږ به ترهګر تعقیب کړو او هغوی به د دې کار تاوان ورکړي." د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی په دې وروستیو کې په اسراییلي اتباعو د بریدونو،... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

سټار اينډ سټرايپس: سټارز اینډ سټرایپس خپرونې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې په اړه د سیګار د یوه راپور په تړاو مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې راغلي، چې که څه هم په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې، خو پوځ ته ځينې کاغذي کارونه لا پاتې دي.  په مقاله کې راغلي، چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هغه قراردادونه لغوه کوي چې د افغان امنیتي ځواک د تمیولو لپاره ځانګړي وو. د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرپلټونکي د راپور له مخې چې د چهارشنبه په ورځ... Читать дальше...

افغانستان کې له ناقانونه لارو د اسنادو جوړولو اندېښنې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له ناقانونه لارو په جعل د دولتي او نورو ادارو د اسنادو جوړولو روان بهیر اندېښنې زیاتې کړي. هغه شخص چې شپږ میاشتې یې په دولتي ادارو کې کار بند دی او لا هم نه دی بشپړ شوی. دى نه غواړي نوم یې د ستونزو د لا پراخېدو له امله په دې راپور کې خپور شي، خو کیسه کوي چې د یوه قانوني کار د خلاصون لپاره یې تېرې ۳میاشتې په یوه دولتي اداره کې دروازه په دروازه ګرځېدلی دی. هغه وویل: "زما د خور د نکاح خط کارونه ټول بشپړ شول. شاهدان او نور قانوني مراحل یې خلاص شول، خو کله چې محکمې ته لاړو مسوولینو... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова проиграла Фернандес во втором круге турнира WTA в Мадриде






Фигуристка из Карелии заняла первое место на всероссийских соревнованиях

Брат Дхумохона Курбонова также задержан по делу о теракте в "Крокусе"

"Наступление сетей": томский эксперт о трендах общепита

Как справлять Вербное воскресенье?