Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 07.05.2022

يو شمېر خلک وايي غزني کې بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي خو طالبان يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني اوسېدونکي وايي، دغلته پخوانۍ پي آر ټي سيمه کې د ناټو پر پخواني مرکز بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي دي، خو طالبان يې ردوي. د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، د جمعې په ورځ مازدیګر غزني ښار ته څېرمه بې پيلوټه الوتکو برېدونه کړي. دوی وايي، د بريدونو پر مهال د ناټو پخوانی مرکز يا د «پي آر ټي» سيمه په نښه شوې او بمبار شوې ده. دغه «پې ار ټي» په غزني ښار کې د کابل -کندهار پر لویه لاره په شاو خوا څلور کیلو مترۍ واټن کې پرته ده. غزني کې د هوايي بريدونو ادعا د طالبانو د حکومت سيمه ييز وياندويان ردوي او وايي، دغلته کوم هوايي بريد نه دی ترسره شوی.

طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ

Mashaalradio.com 

طالبانو په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر له‌خوا تایید شوی د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړل. د طالبانو د امر باالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزارت وايي، د حجاب په اړه دا فرمان د هغه وړاندیز په پایله کې خپور شوی چې د هېواد دیني عالمانو د طالبانو مشر ته کړی و.

د تخليې پروګرام کې وتلي افغانان: خپل نا مالوم برخليک ته اندېښمن يو

Pa.azadiradio.com 

هغه افغانان چې د تخلیې په پرګرام کې د امریکا له لوري دریم هېواد ته ایستل شوي وايي، خپل نامالوم برخلیک ته اندېښمن دي. د ابوظبي په کمپ کې مېشتو افغانانو دغه کمپ ته د سرو زرو د زندان نوم ورکړی. دوی چې له تېرو اتو میاشو راهیسې په دغه کمپ کې دي ان بهر ته تک اجازه هم نه لري. د امریکا او یا هم د اروپايي هېوادونو ویزو انتظار دوی هم ستړي کړي او هم یې برخلیک ورته نامعلوم کړی. قدیر شاهین سره له دې چې د افغانستان په رسنیو کې له تېرو دوو لسیزو پاتې شوی په ورستیو کې یې د هرات ولایت د ژورنالېستانو ټولنې مسولیت هم درلود. Читать дальше...

پاکستان د نولس کلنو کرکټ سياليو مهالوېش اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کرکټ بورډ د لومړي پړاو نولس کلنو ” پاکستان جونیر لیګ ” مهالوېش اعلان کړ چې د ورزشي اژانسونو د راپورنو له مخې دغه لیګ به روان میلادي کال په پاکستان کې ترسره شي. دغه لیګ د روان ۲۰۲۲ م کال کې د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیلیږي چې د همدې میاشتې تر ۱۹ مې نېټې به دوام وکړي. پاکستان کرکټ بورډ له دې وړاندې ویلي و چې لومړي پړاو کې به د بهرنیو لوبغاړو څخه یوازې انګلستاني لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي خو د نورو هېوادونو د لوبغاړو په اړه یې پرېکړه ورستي شوې نه ده.

د افغانستان ځينو برخو کې سېلاوونو خلکو ته د سر او مال زيانونه اړولي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په ځینو برخو کې راغلو سېلاوونو خلکو ته مرګژوبله اړولې او فصلونه یې هم زیانمن کړي دي. د دې ترڅنګ څه باندې ۱۰۰ کورونه یې هم ويجاړ کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې که له يوې خوا له افغانستان سره نړيوالې مرستې کمې شوي نو له بلې خوا طالبان هم له قدرتي افتونو سره د مبارزې ډېره کمه تجربه لري. ويډيو: اې اېف پي خبري اژانس

پکتيا: د سنوکر پنځه ورځنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د پکتيا ولایت د سنوکر فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې په یادو لوبو کې۲۰ لوبغاړو د پنځو ورځو لپاره کډون کړی و. د فدارسیون په وینا، د ياد ټورنمنټ پای لوبې ته شیر ولي او ګل ولي ووتل چې شیر ولي خپل سیال ته په ماتې ورکولو سره د دې ټورنمنټ اتلولي ترلاسه کړه. د يادې لوبې غوره لوبغاړو ته د پکتيا ولایت د ورزشي ریاست له خوا ډالۍ هم ورکړل شوې. ددې لوبو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

غزني کې د نېزې وهنې سيالي ترسره شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې یادې سیالۍ د قره باغ، ناور، جاغوري، اندړو، او د غزني د ده یک ولسوالیو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د دوه ورځو لپاره وې. ددې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې دوه ورزشکارانو ته د ښې لوبې د ترسره کولو په موخه جایزې هم ورکړل شوې. د یادو سیالیو هدف د غزني ولايت په مرکز او ولسواليو کې د نېزه وهنې ورزش ته وده ورکول ښودل شوې دي.

وردګ: د اوبو پر سر شخړه کې يو تن وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

ځايي مسؤلين وايي، د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د زمان خېلو او لوړ کلي تر منځ د اوبو په سر را ولاړې شوې شخړې په پايله کې لږ تر لږه يو تن وژل شوی دی. ددغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي ضیالحق حسان ازادي راډيوته وویل، امنیه قوماندان شیخ محمد شریف حليمي سیمې ته رسېدلی دی. نوموړی وايي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او  ښکېلو کسانو ته به د شرعت په چوکاټ کې سزا ورکول شي. له سيمې د ازادي راډيو خبريال وايي، چې خلکو اعتراض هم کړی دی او د عدالت غوښتنه يې کړې.



خلک: په دولتي روغتونونو کې پوره روغتيايي امکانات نشته

Pa.azadiradio.com 

د خلکو په باور، دولتي روغتونونه د پخوا په څېر ناروغانو ته رسېدنه نه کوي او روغتیا پالان هم د ناروغانو د زیاتوالي له امله حالت نشي کابو کولای. د خوار ځواکۍ سره مخ د یو ۳ کلن ماشوم پلار وايي، په کابل کې د ماشوم د روغتیا (صحت طفل) روغتون هغه ډول چې تمه کېږي خلکو ته خدمات نه وړاندې کوي. د هغه په خبره، په روغتون کې د زیاتو ناروغانو له امله روغتیا پالان هم له ستونزې سره مخ دي. هغه د نوم نښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل:" کله مې چې خپل زوی وروست له لنډې معاینې وروسته یې ورته درمل ورکړه، موږ تمه درلوده... Читать дальше...

شهباز شريف نن شانګله کې لوی ولسي غونډې ته وينا کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې وزيراعظم شهباز شريف نن د مې پر اوومه د شانګلې په بشام کې یوې ولسي غونډې ته وینا وکړي او د سیمې د پرمختګ لپاره ځينې مهم اعلانونه وکړي. د پاکستان سرکاري راډیو د خبر له مخه د وزیر اعظم شهباز شریف د شانګلې د دورې لپاره تیاریانې شوي دي. دا دوره د مسلم ليګ نون د پراخ رابطه کمپاين یوه برخه ده. د پاکستان سرکاري ټیلي وژن (پي ټي وي) سره په خبرو کې د وزير اعظم سلاکار انجنير امير مقام چې د شانګلې د سيمې دی، وويل چې د شانګلې ولس د وزير اعظم دورې ته خوشبینه دي. نوموړي وويل، شهباز شريف به د... Читать дальше...

په روغتون کې د ټپي اوکراینۍ نرسې واده

Pa.azadiradio.com 

اوکسانا بلاندینا او خاوند یې ویکتور کله چې کور ته په لاره ول یو ماین پرې وچاودېد. په چاودنه کې د اوکسانا دواړه پښې او د چپ لاس څلور ګوتې پرې شوې. دې پېښې دوی له واده پاتې نه کړل. نور په ویډیو کې

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې د خبريال خالد قادري د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې تېره ورځ ناوخته یوه اعلامیه کې لیکلي، طالبان باید پر خالد قادري لګول شوي تورونه لغوه کړي او په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو نیول او بندي کول پای ته ورسوي. په هرات کې د یوه خبریال خالد قادري د نیولو او بندي کولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې افغان خبريال خالد قادري هر څه ژر خوشې کړي او پرې لګولي شوي تورونه لېرې کړي. د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې یا (CPJ) له‌خوا خپاره شوي راپور کې واک ته د طالبانو له... Читать дальше...

شمالي کوریا د جاپان بحیرې خوا ته یو توغندی توغولی

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا او جاپان چارواکي وايي، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د جاپان د بحیرې خوا ته یو توغندی ویشتلی دی. د جنوبي کوریا لوی درستیز نن دا خبر ورکړ او د جاپان د دفاع وزیر وویل چې ښايي دا یو بالستیک توغندی وي. له دې اعلان درې ورځې مخکې پیونګ یانګ خپل وروستی توغندی وازمویه او دا په داسې حال کې ده چې دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې شمالي کوریا د یوې بلې اټومي ازموینې لپاره تیاري نیسي.

طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ښځو لپاره حجاب رسمي او جبري امر اعلان کړ. په دې اړه د طالبانو مشر فرمان خپور کړی، چې عملي کول یې د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت مسوولیت دی. طالبانو په یوه رسمي فرمان کې چې د دوی د مشر له‌خوا تایید شوی د ښځو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړل. د طالبانو د امر باالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزارت وايي، د حجاب په اړه دا فرمان د هغه وړاندیز په پایله کې خپور شوی چې د هېواد دیني عالمانو د طالبانو مشر ته کړی و. د دې فرمان پر بنسټ، د طالبانو د امرباالمعروف... Читать дальше...

په خيبر پښتونخوا کې د سختې ګرمۍ له امله خبردارى ورکړ شوى

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا حکومت پر خلکو غږ کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې د سختې ګرمۍ اټکل ته په کتو دې له احتیاطه کار واخلي.  ​د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو څانګې د مې پر شپږمه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د مې له اتمې نه د صوبې په اړوندو سيمو او جنوبي برخو کې د سختې ګرمۍ اټکل شوی نو ولس دې ځانونه او څاروي له ګرمۍ وساتي. د اعلامیې له مخې امکان لري، چې د تودوخې درجه له اوه څخه تر نهه درجې زیاته شي. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو محکمې یو چارواکي نثار احمد وویل: "صوبايي حکومت ټولو محکمو ته که زراعت ده که صحت،... Читать дальше...

چارواکي: اوکرایني ځواکونو د خارکییف او خیرسون ځینې سیمې بېرته نیولي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، اوکرایني ځواکونو له خارکییف او خیرسون سره نږدې د روسیې پر پوستو پرمختګ کړی او د ځینو سیمو په نیولو کې لاس ته راوړنې لري. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ سیمه دونباس کې د روسیې عملیات دوام لري. د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زیلینسکي د یو لوړپوړي سلاکار اولیسکي اریستوویچ لخوا نن د مې پر اوومه، دغه ادعا تر هغې دوه ورځې مخکې مخې ته راغلی چې روسیه جرمني نازیانو ته د شکست ورکولو کلیزې په یاد کې د خپلې بریا ورځ لمانځلو لپاره لویې دستورې په پام کې نیولي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر... Читать дальше...

پنجشېر کې جګړه؛ ملي جبهه د ځینو سیمو نیولو ادعا کوي خو طالبان یې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د ملي مقاومت په نوم د طالبانو پر ضد جنګېدونکې جبهه ادعا کوي، چې په پنجشېر کې یې له مرکزونو پرته د درې او ابشار ولسوالیو ټولې سیمې نیولي دي. د مقاومت ملي جبهه وايي، په پنجشېر او تخار کې یې طالبانو سره نښتې کړي، مرګ‌ژوبله یې ور اړولې او ځینې سیمې یې ترې نیولي، خو طالبان یې دا ادعا نه مني او وايي، دې سیمو کې هېڅ جګړه نه‌ده شوې. د ملي مقاومت جبهې نن سهار یوه خبرپاڼه کې ولیکل، د طالبانو د سرې قطعې یو کاروان یې چې د درې او ابشار ولسوالیو کې د کور په کور پلټنو لپاره روان و، تر برید لاندې راوستی. دې... Читать дальше...

افغان سیلاب ځپلو خلکو له پاکستان مرسته ولېږله

Mashaalradio.com 

په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان نن (د مې پر اوومه) مشال راډیو ته په رالېږلي پیغام کې  ویلي چې د وزير اعظم شهباز شريف په هداياتو، امدادي سامانونه نن د پاکستان د هوايي ځواکونو په يوه ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته رسول شوي دي.

اوکراین کې د روسي ځواکونو د ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین پلازمېنې کییف ته نږدې د روسي ځواکونو د یرغل پر مهال د شپیتو ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول کړي.  د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، داسې شواهد شته چې روسي ځواکونو د بوچا په ګډون د کییف په اتو څنګلورو ښارونو کې د یرغل په لومړیو اونیو کې "ځورونې، خپلسري اعدامونه او په ملکیانو باندې بې باکه ډزې" کړي دي. د دغه سازمان مشرې اګنېس کالاماراد پرون مازیګر په دې اړه څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي، چې ملکیان قصداً په نښه شوي او دا بریدونه د منلو وړ نه دي. هغې د بخښنې نړیوال... Читать дальше...

ننګرهار کې د کوټې چت پرېوتو پېښه کې ۴ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د کوټې د چت پرېوتو پېښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه او ټپیان شوي دي. د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د قرباني شوې کورنۍ خپلوان فارق شاه ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند غزو کلي کې د ناصر خان په نوم د یو کس د کور د کوټې چت پرېوتی چې له امله یې د نوموړي ۴ لوڼو خپل ژوند له لاسه ورکړی او مېرمن او زوی یې ټپیان شوي دي. ننګرهار کې ډېر کله دا ډول پېښې د کورونو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي، چې له امله یې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوړي.

امریکا بلاول بوټو زرداري ته د رسمي سفر بلنه ورکړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون (د مې پر شپږمه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د امريکا بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن، خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري ته د مې پر ۱۸مه، په نيويارک ښار کې، د غذايي خوندیتوب په نړيواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالبان: له ٦ ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو په اړه مشورې بيا پيل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو د تعلیم د دوام په اړه د دیني عالمانو مشورې بیا پیل شوي. د طالبانو سرچینو د معلوماتو له مخې په دې اړه د دوی مذاکرات د کمکي اختر له رارسېدو سره سم ځنډېدلي وو. د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان نن له آزادۍ راډیو سره خبرو کې وویل چې دا سلامشورې بیا پیل شوي.  هغه زیاته کړه: "له اووم تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د مکاتبو د پرانېستلو موضوع څومره چې ګران ولس او نړیوالو ته مهمه ده، څو چنده د اسلامي امارت لپاره مهمه ده او... Читать дальше...

هراتۍ ښځې وايي طالبان دې ورباندې د موټر چلولو بندیز نه لګوي

Mashaalradio.com 

په هرات ښار کې یوشمېر ښځې موټر چلوي خو د ګاډي چلولو ښوونکې وايي، د طالبانو حکومت اوس ښځینه ډرېورانو ته اجازتنامې (لایسنسونه) نه ورکوي. موټر چلوونکې وايي، طالبان دې ځکه د ښځو پر ګاډو چلولو بندیز نه لګوي چې که په کور کې یې سړي نه وي نو خپله مهم کارونه وکړای شي. طالب چارواکي وايي، پر ښځو یې د ګاډو چلولو بندیز نه دی لګولی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

پنجشېر کې طالبانو د مقاومت جبهې له لوري د ځینو سیمو نیول رد کړل

Pa.azadiradio.com 

په پنجشیر کې د طالبانو امنیه قوماندان مولوي داد محمد بتار د مقاومت د ملي جبهې دا ادعا رد کړه چې په پنجشېر ولایت کې یې ځینې سیمې نیولې دي. مولوي بتار وایي، چې پرون مازدیګر مخالفانو په ځینو سیمو کې ډزې وکړې بیا بېرته د غرونو څوکو ته په شا شول. بل لور ته د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت اله احمدي پر ټویټر لیکلي دي، چې د دوی وسله والو د پنجشېر په ابشار ولسوالي کې دیارلس طالبان وژلي دي او د دې ولسوالي له مرکز پرته یې نورې سیمې نیولې دي. دی همداراز ادعا کوي، چې د عبداله خېل دره یې له طالبانو تصفیه کړې ده.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса