Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

استانبول کې لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي

0
د ترکیې په استانبول ښار کې نن په لسګونه  لاریون کوونکي هغه وخت ونیول شول، چې د زیاتېدونکي انفلاسیون په اعتراض لارو سړکونو ته راووتلي وو.


یوه محلي ټلویزیون د پولیسو تصویرونه وښودل چې په تقسیم میدان کې له  لاریون کوونکو سره لاس و ګرېوان شوي او هغه  لاریون کوونکي چې لاسونو ته یې ولچکونه اچول شوي، د پولیسو موټرو ته خېژوي.


دیميرورین خبري اژانس وايي، ۳۰ کسان د استانبول بشیکتاش او ۲۲ په شیشلي کې نیول شوي دي.


د استانبول د والي دفتر بیا وايي، ۱۶۴ کسان د غیرمجاز لاریونونو پر مهال نیول شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса