Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

له طالبانو د رسنيو د ملاتړ ادارې غوښتنه: د بيان او د رسنيو د ازادۍ ملاتړ وکړئ

0
افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې ( نی ) د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په افغانستان کې د بیان له ازادۍ او د رسنیو له ازادۍ ملاتړ او ساتنه وکړي.


نی دا خبره د مې د دریمې نېټې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې، چې نن خپره شوې کړې ده.


په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې ازادې رسنۍ دا مهال په نړۍ کې یو قبول شوی اصل او د انسانانو له پاره یو تعریف شوي حق ګڼل کېږي.


نن مې دریمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړیوالې ورځې سره برابره ده.


نی په خپله اعلامیه کې د دغې ورځې په مناسب ټولو افغان خبریالانو، رسنیو او له رسنیو د ملاتړ بنستونو ته مبارکي ویلې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса