Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

د اوکراين په ماريوپول ښار کې اوس هم نښتې روانې دي

0
روسي ځواکونو او د ماریوپول ښار د ازوفستال د فولادو په کارخانه کې بند پاتې اوکراینیو سرتېرو نښتو ته دوام ورکړی دی.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند کېدو هیله ښوولې چې له هغې ویجاړې شوې ودانۍ څخه د نورو ولسي وګړو وتلو ته لاره برابره شي.


روسي سرتېري، تر شاوخوا دوه نیمو میاشتو سختې بمبارۍ وروسته چې پکې ښار تر ډېره په کنډواله بدل شوی، د فولادو  لویې کارخانې ته داخل شوي دي.


په هغه ودانۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ اوکرایني جنګیالیو او سلګونه ولسي وګړو په سورنګونو او خندقونو کې پناه اخیستې ده.


اوکرایني ځواکونه وايي چې روسي سرتېرو په وروستیو ورځو کې پر کارخانې حملې زیاتې کړې دي او ښايي د مې تر نهمې پورې یې د نیولو په تکل وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса