Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

اوچا: افغانستان کې خلک بېړنۍ بشري مرستو ته اړتيا لري

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا په دغه هېواد کې د بشري اړتیاوو لوړې کچې اندېښمنه کړې ده.


۵۰ کلن ضیاءالدین چې د بادغیس ولایت اوسېدونکی دی وایي په دغه ولایت کې راوتلو سېلابونو یې کور او کرنیزې ځمکې په بشپړه توګه ویجاړ کړي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


نوموړی وايي:"ما په ژوند کې داسې حالت نه وه لیدلی، داسې شدید سېلابونه، همدا پرون مې ټولې ځمکې او هر څه مې چې درلودل،سېلابونو لاندې کړي دي."


سبحان الله چې بیا د ننګرهار ولایت اوسېدونکی وایي تر اوسه له طبیعي پېښو په امان کې دی خو روان اقتصادي کړکېچ ځپلی او مرستو ته اړمن دی.


نوموړي ويلي: "خلک ډوډۍ له کومه کړي، نه کار شته نه روزګار، هر ډول مرستو ته اړتیا لرو، ان تر دې چې د څښلو اوبو ته اړمن یو."


دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د بد اقتصادي حالاتو او کړکېچ تر څنګ په نږدې شلو ولایتونو کې شدیدو ورښتونو او سېلابونو هم عام خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.


طبیعي پېښو ته د چمتووالي چارو کې د دولت وزارت ویلي‌ چې د سېلابونو له امله شاوخوا شل کسان مړه او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.




دغه شان د دغه سیلابونو له امله دوه زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.


په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا په دغه هېواد کې د بشري اړتیاوو په اړه خبرداری ورکړی دی.


د دې ادارې مشرې ایزابیل موسارډ کارلسن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:"په افغانستان کې بشر دوستانه اړتیاوې تر اندېښمونکې کچې لوړې دي. د راتلونکې وخت د خوړو برابرولو کې په ميلیونونه ښځې، نارینه او ماشومان له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. دا که دوی د سېلابونو، وچکالۍ، جګړو، تبعیض، یا اقتصادي ستونزو څخه اغېزمن شوي وي، خو دوامداره او ثابت ملاتړ ته اړتیا لري."


 


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دغه هېواد اقتصادي کړکېچ خلک وځپل او ان د نړیوالوالو ادارو د راپورونو له مخې یې تر نیمایي زیات وګړي له لوږې سره مخ کړل.




مخکې تر دې هم د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې تر څنګ ګڼو نورو نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د افغانستان پر اقتصادي او بشري کړکېچ یې اندېښنې ښودلي او له ټولو مرستندویه ادارو او هېوادونو یې د بېړنیو مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса