Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

طالبان: له ٦ ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو په اړه مشورې بيا پيل شوي

0
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، د منځنیو ښوونځیو او لېسو د زده کوونکو نجونو د تعلیم د دوام په اړه د دیني عالمانو مشورې بیا پیل شوي.


د طالبانو سرچینو د معلوماتو له مخې په دې اړه د دوی مذاکرات د کمکي اختر له رارسېدو سره سم ځنډېدلي وو.


د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان نن له آزادۍ راډیو سره خبرو کې وویل چې دا سلامشورې بیا پیل شوي. 


هغه زیاته کړه: "له اووم تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د مکاتبو د پرانېستلو موضوع څومره چې ګران ولس او نړیوالو ته مهمه ده، څو چنده د اسلامي امارت لپاره مهمه ده او پر دې موضوع مسلسلې جلسې، مشورې او ناستې روانې دي. موږ امېد لرو چې په نژدې راتلونکي کې به دې موضوع ته یوه مناسبه حل لاره پیدا شي. په دې اړه د اسلامي امارت په کچه د علماوو مشورې روانې دي."


د نجونو د تعلیم مسئله په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لپاره یوه لویه ازموینه بلل کېږي.


په دې برخه کې د طالبانو دریځ په کور دننه پراخ مخالفتونه پارولي او نړیوالو هم له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام تر ډېره له همدې موضوع سره تړلی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса