Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

يوناما د حجاب په اړه د طالبانو پر تازه پرېکړې اندېښنه ښودلې

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د طالبانو د وروستي فرمان په باب چې ښځو ته یې امر کړی مخونه په بشپړ ډول پټ کړي، سخته اندېښنه وښوده.


یوناما پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل، دا پرېکړه د طالبانو له ګڼو هغو تضمینونو سره په ټکر کې ده، چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون یې د ټولو افغانانو د حقونو د درناوي او ملاتړ لپاره کړي وو.


د طالبانو د مشر ملا هبت اله اخندزاده د نوي فرمان له مخې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته دنده سپارل شوې چې حجاب په جبري ډول پر ټولو افغان ښځو عملي کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса