Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

د ویتنام تمریني کمپ لپاره د افغان فوټبال لوبډلې لومړنی نوملړ اعلان شو

0
د ویتنام د تمریني کمپ لپاره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لومړنی نوملړ اعلان شو.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکي انوش دستګیر ۳۴ غوره څیرې د ویتنام په تمریني کمپ کې د ګډون لپاره انتخاب کړي.


ټاکل شوې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړی د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارې موندلو په هدف د مې له ۲۱ د جون میاشتې تر دویمې نېټې په ویتنام کې په یوه تمریني کمپ کې ګډون وکړي او د همدې تیاریو په لړ کې به د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د ویتنام له لوبډلې سره هم تدارکاتي سیالي ترسره کړي.


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به له ویتنام وروسته د جون په دوهمه نېټه د هند کلکتې ښار ته لاړه شي او هلته به د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارې موندلو په هدف په پیلېدونکو سیالیو کې برخه واخلي.


افغانستان به د دې سیالیو په ب ګروپ کې لوبه وکړي او په ترتیب سره به د جون میاشتې په ۸، ۱۱ او ۱۵ نېټه د هانکانګ، هند او کمبودیا له ملي لوبډلو سره ولوبېږي 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса