Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

غزني کې له بېوزله کورنيو سره د مرستې لړۍ پیل شوې

0
په غزني کې له زرګونو کورنیو سره د نغدي او بشري مرستو د وېش لړۍ روانه ده.


په غزني کې د هالو په نوم یوې موسسې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې له ۸۷۰۰ بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.


د یادې موسسې مشر ډاکټر حبیب الرحمن همت د چهار شنبې په ورځ په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، په دغه مرستو کې پنځه قلمه خوراکي توکي شامل دي چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري د هالو موسسې په مرسته وېشل کېږي.



نوموړی وايي دا مرستې په بېوزلو او غریبو کورنیو وېشل کېږي.


هغه وویل: «د خوړو نړیوال سازمان له لوري دلته بشري مرستې روانې دي، چې د هالو موسسې له لوري وېشل کېږي، په دغه مرستو کې ۷۵ کیلو ګرامه اوړه، ۹ عشاریه ۳۶ کیلو ګرامه دال، ۷۵ کیلوګرامه مالګه، ۶ عشاریه ۳۶ کیلوګرامه غوړي او یو پاکټ سوپر سریل شامل دي.»


که څه هم چې د هېواد د ډېری ولایتونو په پرتله په غزني کې د تېرو سختو جګړو او بېکارۍ له امله د فقر او بېوزلۍ کچه لوړه ده، خو بیا هم د طالبانو له دوهم ځلې واکمنېدو وروسته په دغه ځای کې له خلکو سره د بېلابېلو موسسو او اورګانونو له لورې زیاتې مرستې شوې او لا هم روانې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса