Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره اوربند وکړ

0
دا خبره فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني طالبانو د دوو سرچینو په قول، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، کړې ده.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راوروسته د پاکستاني طالبانو تحریک پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات کړي دي.


اسلام اباد د افغانستان نوي واکمنان د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالیو ته په پناه ورکولو او د هغو په ملاتړ تورنوي.


خو په افغانستان کې د طالبانو سرپرسته اداره دا ادعا پر له پسې ردوي.


د (ټي ټي پي) دوو سرچینو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د اوربند په اړه یې د خپل تحریک لیک لیدلی او په هغه کې د ټي ټي پي غړیو ته ویل شوي چې د مرکزي قوماندې د پرېکړې سرغړونه ونه کړي.


د فرانس پریس په راپور کې د دواړو سرچینو په قول دا هم ویل شوي چې د پاکستان د حکومت یو مرکچي پلاوی افغانستان ته تللی چې په هغو خبرو کې برخه واخلي چې د دوی په وینا د افغان طالبانو په منځګړتوب یې زمینه برابره شوې ده.


پاکستان او د طالبانو حکومت تر اوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.


د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو له تحریک سره تر دې مخکې هم څو ځلې خبرې کړي او د لنډې مودې لپاره یې اوربند کړی خو دواړه خواوې دایمي اوربند او سولې ته نه دي رسېدلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса