Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

افغانستان بانک: ټولې صرافۍ او د پولي خدمتونو مرکزونه فعاله دي

0
د افغانستان بانک هغه راپورونه رد کړل چې په ويل شوي د صرافانو ټولنې په ټول هېواد کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.


د افغانستان بانک وياند صابر مومند په هغه ويډيويي پيغام کې چې نن يې رسنيو ته لېږلی ويلي، ټولې صرافۍ او د پولي خدماتو وړاندې کولو مرکزونه فعال دي.


د‌ مومند په خبره يوازې هغه صرافۍ او د پولي خدماتو وړاندې کولو مرکزونه تړل شوي چې د ده په وينا کاري جوازونه يې نه لرل.


مخکې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک ادي راډیو ته ویلي وو، تر کومه چې د طالبانو حکومت مشران د صرافانو د جوازونو موضوع د طالبانو له مالیې وزارت او د افغانستان بانک سره حل نه کړي د دوی فعالیت به په ټول افغانستان کې بند وي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса