Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

پوځي چارواکي: اوکراين کې د روسيې پوځي مبارزه مخ په کمزوري کېدو ده

0
غربي پوځي چارواکي وايي، داسې ښکاري، په اوکراین کې د روسیې پوځي مبارزه چې هدف یې د کییف نیول او د دولت نسکورول وو، په کمزوري کېدو ده.


دغه چارواکي ادعا کوي، چې د روسیې پوځ د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین تر یرغل وروسته خپل یو پر درېیمه برخه جنګي ځواک له لاسه ورکړی دی. 

 

د ناټو د سرمنشي مرستیال میرچا جوآنا نن یکشنبه وویل، دا مهال په اوکراین کې د روسیې ظالمانه تهاجم خپل سرعت له لاسه ورکړی، خو د ده په وینا دوی پوهېږي چې د اوکراین زړور خلک او پوځ د ناټو په مرسته کولی شي په دې جګړه کې بریا خپله کړي.

 

جوآنا دغه خبرې په برلین کې وکړې، چې د ناټو مخکښ ډیپلوماتان له اوکراین څخه د نور ملاتړ لپاره بحث ته راټول شوي دي. 

 

دغه مشران په ناټو تړون کې د فنلنډ، سویډن او نورو هېوادونو د غړیتوب پر موضوع هم بحث کوي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса