Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

د حج تکل؛ له غزني دويم سړی پر بايسکل حج ته روان شو

0
د حج تکل؛ له غزني دويم سړی پر بايسکل حج ته روان شو

د غزني قره باغ ولسوالۍ له نور محمد څخه وروسته ددغه ولایت د اندړو ولسوالۍ بهادر خان هم پر خپل زاړه بايسکل پښه واړوله او د مکې پر لور روان شو.

نوموړی د یادې ولسوالۍ د میري کلي اوسېدونکی دی، چې پنځه شپېته کاله عمر لري.

هڅه مو وکړه چې له سپین ږيري بهادرخان سره خبرې وکړو، خو له نوموړي سره د ټلیفون نه درلودلو له امله بریالي نه شوو.

۲۲ کلن دوست محمد چې د بهادرخان زوی دی وايي، پلار یې د قره باغ ولسوالۍ د نورمحمد له تګ څخه اغېزمن شوي وو، ځکه خو ده هم خپل بايسکل تیار کړ، د سې شنبې ورځ سهار له کوره ووت او دغه اوږد مزل یې پیل کړ.

نوموړی وايي: "لکه هغه بل نفر چې تللی وو، د ده هم هغسې نظر دی، لومړی به کندهار ته ځان رسوي، بیا نیمروز ته، که یې د ویزې کار وشو، بیا به ایران ته ځي، له هغه وروسته به عراق او بیا سعودي ته ځي، ټوله لاره یې پر سایکل اراده ده، دا ډیر وخت یې په زړه کې ارمان وو، دغه طریقه ورته پیدا شوه، ده هم زړه ورته ښه کړو او د خدای په توکل پرې ور روان شو."

دغه راز دوست محمد وايي د پلار وضعيت يې ښه نه دی، پښه يې معذوره ده، د دوی له ټينګار سره سره بيا هم پاتې نه شو او پر بايسکل روان شو.

نوموړی زیاتوي، په پلار یې حج فرض نه وو، خو له ډېره وخته یې ارمان وو، چې باید حج ته تللی وای.

دی وايي بهادرخان هم لکه نورمحمد خوب لیدلی وو.

نوموړی زیاتوي: "حج په فرض نه وو، ده په خوب کې محمد(ص) لیدلی وو، دا ډېر وخت یې دا ډېر غټ ارمان وو، نو بیا د خراب اقتصاد له وجې پاتې وو، اوس دغه یوه کوچنۍ طریقه ورته پیدا شوه او اتي روان شو."

دوست محمد وايي پلار یې پاسپورټ لري، خو تر وخت تېر دی، نو غواړي چې په کندهار کې پاسپورټ هم نوی کړي او د ایران ویزه هم ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني قرباغ ولسوالي د لایق کلي اوسېدونکی نورمحمد هم د روانې غوايي میاشتې په درېیمه نېټه پر سایکل د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي وو.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Саснович вышла в третий раунд турнира WTA-1000 в Риме






12 мая на выставке "Россия" начнется Всероссийский свадебный фестиваль

«Рубин» продлил беспроигрышную серию в РПЛ

Балахнин: «Рубин» заслуженно обыграл «Ростов»

Всероссийский фестиваль прогремит в Петрозаводске