Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

ايران په تاجکستان کې د بې پيلوټه جنګي الوتکو فابريکه فعاله کړې

0
ایران د بې پیلوټه جنګي الوتکو د تولید لومړۍ فابریکه په تاجکستان کې فعاله کړې ده، چې په دې سره تاجکستان د نړۍ لومړی هېواد دی چې ایران پکې د ډرون د تولید فابریکه فعالوي.


د ایرنا دولتي خبري آژانس راپور ورکوي چې د دې فابریکې د پرانیستو مراسم پرون د غويي په ۲۷مه، تاجکستان ته د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز جنرال محمد حسین باقري د سفر پر مهال جوړ شوي وو.


د ایرنا د راپور له مخې د دې ډرون نوم ابابیل ۲ دی، د ۲۰۰ کیلو مترو په ساحه کې د برید او کشفي فعالیتونو وړتیا لري او د یو نیم ساعت لپاره الوتنه کولای شي.


په راپور کې د دې فابریکې د تولیدي ظرفیت او نورو وړتیاوو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو سني مذهبي ډله واکمنه شوې او شیعه ایران او سیکولر تاجکستان یې د ځان لپاره ګواښ بولي، دې اقدام ته په سیمه کې د ځواک د انډول کولو لپاره د تهران د هڅو په سترګه کتل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса