Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

متقي د يوناما استازې ته: د افغانستان د وضعيت په اړه پر حقايقو ولاړ راپور جوړ ګړئ

0
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي څخه غوښتي، څو د دې هېواد د وضعیت په اړه په حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندې کړي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، امیرخان متقي دا خبره له ریچارډ بنیټ سره کتنه کې کړې.


خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دې کتنه کې ښاغلي بینټ افغانستان ته د خپل راتګ موخه، ورکړل شوی ماموریت او کاري پلان په اړه له امیرخان متقي سره خبرې کړي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي له ښاغلي بنیټ غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور کې د رسنیو، د دوی په اصطلاح مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو په قول قضاوت و نه کړي.


طالبانو له ښاغلي بنیټ دا غوښتي چې په خپل راپور کې د افغانستان دیني، فرهنګي او کلتوري ارزښتونه په پام کې ونیسي.




طالبان له ښاغلي بنیټ داسې مهال دا غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ واکمني، د بشري حقونو په نقض او تر خوا یې پر ښځو د بې‌مسؤلیته محدویتونو له امله تر سختو نیوکو لاندې ده،.


ملګرو ملتونو د وري په ۱۲مه په دې هېواد کې د بشري حقونو د څرنګوالي او څارنې لپاره ریچارډ بنیټ د خپل ځانګړی استازي په توګه وټاکه.


هغه ته دنده سپارل شوې، څو په افغانستان کې بشري حقونه وڅېړي، ترې څارنه وکړي او د اوسني وضعیت په اړه‌یې راپور ورکړي.


ریچارډ بنیټ هم پر دې دنده خوښي ښودلې او د خپلې ګمارنې په ورځ یې په خپله ټویټرپاڼه‌یې لیکلي و، دی به د افغان ښځو، ماشومانو او نارینه‌وو د انساني حقونو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کړي او له ټولو شریکانو سره به په ګډه او په پوره ژمنتیا کار وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса