Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

سيګار: د ټولو امريکايي ځواکونو ايستل کېدل د افغان پوځ د پاشل کېدو اساسي لامل دی

0
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د سرمفتش اداره یا سیګار وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په برخه کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن پرېکړې د افغان پوځ د سقوط اساسي عامل و.


د سیګار نوی راپور په تېره اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د رامنځ ته شوي حالت په اړه چې په ترڅ کې یې امریکا د ګډوډۍ په یوه حالت کې له افغانستانه خپل متحدان واېستل د پوځ او پنټاګون د جګپوړو چارواکو د ارزونو په اساس جوړ شوی دی.




د امریکا پوځي چارواکو په ډاګه ویلي، د دوی سپارښتنه دا وه چې باید په افغانستان کې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې سرتېرې پاتې شوي وای خو وايي د دوی پلان ونه منل شو.


راپور زیاتوي چې د اکثر افغانانو په باور د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې موافقه له افغانانو سره د امریکایانو له خوا له شویو ژمنو په شا کېدل او د دښمن لاسونو ته د افغانستان د سپارلو نښه وه چې سمدستي نتیجه یې د افغان وسله والو ځواکونو د روحیې ناڅاپي کمزوري کېدل و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса