روسيې په ماريوپول ښار کې د کلابندو اوکرايني سرتېرو د ورتسليمېدو خبر ورکړی
هغه زیاته کړه چې په دې موده کې ۲۶۵ اوکرایني سرتېرو خپله وسله پر ځمکه ایښې ده چې ۵۱ یې ټپیان دي.
د راپورونو له مخې دغه ټول سرتېري او جنګیالي د اوکراین ختیځ هغو سیمو ته لیږدول شوي چې روس پلوه بېلتون غوښتونکي پرې کنټرول لري.
د اوکراین چارواکو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي و چې د ازوف د فولادو له فابریکې څخه په سلګونو سرتېري او جنګیالي د سره صلیب او ملګرو ملتونو په همکارۍ تخلیه شوي او د روس پلوه وسله والو تر ولکې لاندې ښارونو ته انتقال شوي دي.
