Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

د طالبانو حکومت کابل کې د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ د مذاکراتو کوربه‌توب کړی

0
د طالبانو حکومت تایید کړه چې په کابل کې یې د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو کوربه توب کړی دی.


د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د مذاکراتو په جریان کې پر اړوندو موضوعاتو کې د پام وړ پرمختګ ترڅنګ په لنډمهاله اوربند هم توافق وشو.


د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ او د پوځي استخباراتو ادارې يا اى ايس آى یو شمېر اوسني او پخواني چارواکي د پاکستاني طالبانو د ډلې ټي ټي پي له غړو سره د خبرو لپاره کابل ته تللي دي.




ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي چې حکومت یې د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه د یو بل د زغملو او انعطاف هیله کوي.


اسلام آباد تور پورې کوي چې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې غړي او یو شمېر مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي خو طالبان دغه ادعا ردوي.


د طالبانو حکومت د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب خبره داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستان د هوایي بریدونو په وړاندې په دې هېواد کې سخت غبرګونونه وښودل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса