Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

طالبان په اماراتو کې سوداګرو ته: په افغانستان کې پانګونه وکړئ

0
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، عربي متحده اماراتو ته تللي افغان پلاوي هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره تر ليدنې وروسته له هغوی غوښتي، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.


دغه وزارت تېره ورځ په خپل ټويټر پاڼه لیکلي، چې مسوولينو افغان سوداګرو ته په دننه افغانستان کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.


وزارت وړاندې لیکلي، چې تللي پلاوي افغان سوداګرو ته په خطاب کې ویلي، اوسمهال په افغانستان کې فساد ختم شوی او د هر ډول پانګونې لپاره زمینه برابره ده.


دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته په عربي متحده اماراتو کې د طالب چارواکو او افغان سوداګرو لومړنۍ ناسته ده چې کېږي. 


دا لیدنه داسې مهال ترسره شوه، چې د طالبانو له واکمنېدو سره ډېرى افغان سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه بهر ته وویستلې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса