Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

طالبان د مخکیني نظام پوروړو شرکتونو ته پاتې پیسې ورکوي

0
د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، هغه ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه چې د تېر نظام پر مهال يې د بېلابېلو پروژو له درکه حکومت پوروړی دی د پورونو د ادا کولو لپاره يې یو کمېسیون جوړ شوی.


دغه وزارت تېره روځ په خپل توېټر پاڼه ولیکل، چې د وزارت چارواکو تېره ورځ د یو شمېر شرکتونو له مسوولینو سره په لیدنه کې دوی ته د پورونو د ورکړې ترڅنګ د نویو پروژو ژمنه هم ورکړې.


وزارت وړاندې لیکلي، چې د پورونو له ورکړې سره به ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه پاتې پروژې هم بشپړوي.


دا په داسې حال کې ده، چې د ساختماني شرکتونو یو شمېر مالکانو شاوخوا درې میاشتې وړاندې په کابل کې د پرلپسې لاریونونو له لارې د خپلو پورونو د اخیستو غوښتنه کړې وه.


دوی هغه مهال ویلي و، چې په تېر حکومت کې یې زیاتې پروژې عملي او بشپړې کړې وې خو پیسې یې نه دي ترلاسه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса