Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

ملابرادر په دوبۍ کې د یو شمېر لوژیستیکي شرکتونو مشرانو سره لیدلي

0
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لومړي مرستیال او د اقتصادي کمېسیون مشر ملا عبدالغني برادر په دوبۍ کې د یو شمېر لوژیستیکي شرکتونو مشرانو سره لیدلي.


د لومړي معاونیت په ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې برادر په دوبۍ کې د "څو ملیتي لوژیستکي کمپنۍ" له مشر محمد المعلم سره په لیدنه کې د سوداګرۍ په برخه کې د زیاتو اسانتیاو غوښتنه کړه.


د "څو ملیتي لوژیستیکي کمپنۍ" مسوولینو طالب پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او دواړو خواو په دې هوکړه کړې چې د پاتې کارنو د پرمختګ لپاره یوه کمېټه جوړه شي.


د شوې هوکړې له مخې، هغه افغان سوداګر چې د دوبۍ له لارې نورو هېوادونو ته صادارات او واردات کوي د "څو ملیتي لوژیستیکي کمپنۍ" لخوا به ورته په لوژیستیکي برخو کې اسانتیاوې رامنځته کېږي.


دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګرو په افغانستان کې د سیاسي بدلون وروسته نړیوال مارکېټ ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса