Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

په تلوېزیونونو کې د مخ پټولو پرته ښځینه کارکوونکې راښکاره شوې

0
په افغانستان کې د یو شمېر خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیون په پرده راښکاره شوې.


​په افغانستان کې د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه چلوونکې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت د امر پر خلاف، د دې ډلې د استخباراتو په لارښوونه نن بې له دې چې مخونه یې پټ وي، د تلوېزیونونو په پرده راښکاره شوې.


له دوی یو شمېرو یې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نومونه یې خپاره شي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د استخباراتو ریاست ورته ویلي، له دې وروسته کولای شي چې په لوڅ مخ خپلې خپرونې مخته یوسي.


دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د خصوصي تلوېزیونونو ښځینه ویاندویانو او د خپرونو چلوونکو د طالبانو د امرباالمعروف او نهی‌ عن‌المنکر وزارت په امر خپلې څېرې په ماسک پټې او د تلوېزیونونو پر پرده را ښکاره شوې.




خو نن هم د دې وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل، د دې وزارت په امر کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی.


د ده په خبره، دوی د رسنیو مسوولانو سره ایې ړیکه نیولې او ورته یې ویلي چې د دې وزارت امر باید ومنل شي. 


هغه زیاته کړه: "نخیر، دا فرمان په خپل ځای دی. هماغه پخوانی فرمان دی. داسې کومه خبره رسنیو ته چا نه‌ده کړې. موږ رسنیو سره اړیکه ونیوله او دا خبره مو ورته وکړه."


خو ښاغلي مهاجر دا پوښتنه ځواب نه‌کړه، چې ولې د امرباالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت او د طالبانو د استخباراتو ریاست ترمنځ د نه همغږۍ دلیل څه دي؟ 




له هغه چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، پر ښځو یې ډول ډول محدودیتونه وضع کړي.


له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي تړلي، حجاب یې اجباری کړی او تازه یې امر کړی چې د تلوېزیونونو ښځینه کارکوونکې دې بې له ماسک اغوستو د تلوېزیونونو په پرده نه را ښکاره کېږي.


د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دا ډول سخت دریځه کړنې په کور دننه او بهر له سختو او تُندو غبرګونونو او نیوکو سره مخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса