Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

افغاني شرکتونو د پاکستان په نړیوال نندارتون کې ګډون کړی

0
افغاني شرکتونو د پاکستان د ۲۰۲۲ کال په نړیوال نندارتون کې ګډون کړی.


د طالبانو حکومت سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، د قیمتي کاڼو شپږو شرکتونو د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د قیمتي کاڼو، زیوراتو او سینګار په نندارتون کې ګډون کړی.


یاد وزارت ویلي، دغه نندارتون چې پرون پیل شوی، درې ورځې به دوام کوي.


په دې نندارتون کې به افغاني شرکتونه د افغانستان قیمتي کاڼي نندارې ته وړاندې کړي.


د طالبانو حکومت سوداګرۍ وزارت ویلي، په یاد نندارتون کې به د افغاني شرکتونو ګډون د دوی د توکو لپاره د بازارموندنې په برخه کې ګټور تمام شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса