Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

ريچارد بينيت: د ملکيانو د وژنې مسؤلين بايد عدالت ته را کاږل شي

0
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي له مزار شریف څخه د کتنې په ترڅ کې له هغه جومات څخه کتنه ترسره کړه چې تېره میاشت پکې خونړۍ حمله شوې وه.


هغه ویلي چې د ملکي وګړو د وژنې مسولیت باید عدالت ته را کاږل شي.


د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په خبره په دې جومات کې د ثور په لومړۍ نېټه په برید کې له شلو زیات کسان ووژل شول.


پرون یکشنبې د مزار شریف په سه دوکان جومات د خونړۍ حملې یوه میاشت پوره شوه.


د شیعه ګانو پر دې جومات په برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستی، لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي و.


اکثره قربانیان شیعه عبادت کونکي و.




د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بینیت به یوه ټویټ کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې له دې جومات څخه کتنه ترسره کړه او زیاته یې کړه، د ملکي وګړو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښې له ځایه لیدنه ورته ډېره خواشینونکې وه.


ښاغلي بینیت ویلي چې د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې له نژدې لیدلي او خپله ژوره خواخوږي یې ورته څرګنده کړې ده.




د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکونکي دغه راز ویلي چې پر ملکي وګړو حملې باید بندې شي او هغوی چې د دا ډول حملو مسول دي باید عدالت ته را کاږل شي.


د روان کال په روژې میاشت کې په افغانستان کې څو خونړي بریدونه وشول چې خانقاوې او هغه جوماتونه پکې په نښه شوي وچې اکثره عبادت کونکي یې شیعه ګان و.


د کابل، مزارشریف او کندوز بریدونو ډېر تلفات اړولي و.


د طالبانو د حکومت چارواکو په کراتو کراتو دا خبره کړې چې د اسلامي دولت ډله یا داعش یې ځپلې او د افغانستان له خاورې به د هیچ چا پر ضد کار وانه‌خیستل شي خو د امریکا دفاع وزارت د تېرې سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د داعش او د القاعده شبکې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.


دفاع وزارت ویلي چې، که د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګه له اوسنیو شرایطو د ځان لپاره ګټه پورته کړي، دا ډله به د اتو او دولسو میاشتو ترمنځ د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا ولري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса