Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ټېست لوبه پیل شوه

0
د سریلانکا او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه ټېست لوبه نن پیل شوه.


​دا لوبه چې نن سهار د بنګله دېش په پلازمېنې ډهاکې کې پیل شوه، بنګله دېش په ۲۴ منډو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل خو د مشفق الرحیم او لېتون داس د غوره ملګرتیا په پایله کې د کوربه لوبډلې منډې له ۲۰۰ واوښتې او لا هم یاده لوبډله خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.


کاسن راجیثا د بنګله دېش درې او اسیتا فرنانډو دوه لوبغاړي له میدانه بهر کړل.


په دې لوبه کې د سریلانکا لوبغاړی کوشال منډيس په پښتیو که درد له امله له میدانه بهر شو او اوس په روغتون کې بستر دی. د منډیس د اوسني وضېعت او لوبې ته د بېرته را ستنېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.


د یادونې ده، چې د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ ټېست لوبه په مساوي توګه پای ته رسېدلې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса