Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

عمرګل: د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو روزنه به په لېوالتيا وکړم

0
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچوونې تازه ټاکل شوی روزونکی عمر ګل وايي، د خوارېکښو افغان لوبغاړو د روزنې دنده به په لیوالتیا مخکې یوسي.


د افغانستان کرېکټ بورډ پرون ناوخته پر خپله وېبپاڼه کې ولیکل، چې د پاکستان تېز توپ اچوونکی عمرګل یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکلی دی.


عمر ګل تر دې مخکې د لنډ وخت لپاره د افغان لوبډلې د روزنې دنده منلې وه خو اوس د اوږد مهال لپاره ورسره تړون شوی دی.


عمر ګل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې له افغان لوبډلې سره له لنډ‌مهالې دندې وروسته په لیوالتیا د اوږد مهالې دندې مسولیت مني.


۳۹ کلن عمر ګل د پاکستان لپاره د ټېسټ کرېکټ په ۴۷ لوبو کې ۱۶۳ وېکېټې په ۱۳۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۷۹ او په ۶۰ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۵ وېکټې اخیستي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса