Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

تاجکستان کې د غونډې پای؛ افغانستان کې ټيکاو د سيمې لپاره مهم وبلل شو

0
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د امنیت شورا سالاکارانو ناسته پای ته ورسېده.


په دې ناسته کې اتو هېوادونو د امنیت سالاکارانو ګډون کړی وه او د ناستې په پای کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې امنیت د ټولو ګاونډیو او سیمې هېوادونو په ګټه دی.


خو د دې ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او هر رامنځته کېدونکی تحول باید افغانانو په مشرۍ وي.


که څه هم دې ناستې خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه‌ده شوې خو د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریالانو ته د دې ناسته سرچینو ویلي چې د ناستې دغو ګډونوالو غړو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت لپاره باید د ټولو وګړو حقونو ته درناوی وکړي.




طالبانو تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي خو پرون پنجشنبې ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د دې ناستې د جوړېدو د هرکلي تر څنګ ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.


په دې غونډه کې به د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو برخه اخيستې وه.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر افغان ښځو د کار، تعلیم او مخ پټولو په اړه د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د محدودیتونو ډېرېدو نیوکې اندېښنې او اعتراضونه راپارولي؛ هغه څه چې طالبان یې عمل کول یې اسلامي شریعت بولي.


طالبانو وړاندې ویلي و د ښځو حقونو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ژمن دي، همدارنګه ډاډ یې ورکړی چې د ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره به هڅې کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса