Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2022

طالبانو په ننګرهار کې د دوى پر سرپرست دفاع وزیر چاودنه رد کړه

0
د ننګرهار چارواکي وایي، دغلته د طالبانو پر سرپرست دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد چاودنه حقیقت نه لري.


د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي قریشي بدلون نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، چې پر دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د چاودنې ګونګسې دروغ دي او په خبره یې، دا کړنه د دوی د نظام ضد کړیو او اشخاصو تبلیغات دي.


تر دې وړاندې په یو شمېر ټولنیزو پاڼو او رسنیو کې داسې خبرونه ورکړل شول، چې ګوندې پرون د جمعې په ورځ ننګرهار ته د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د سفر پرمهال پر نوموړي چاودنه شوې چې خپله دی ترې روغ وتلی خو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.


خو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلان بیا دا ډول خبرونه ناسم بولي او هدف یې د عامه ذهنتونو ګډوډول یادوي.


دا په داسې حال کې ده، چې پرون د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ننګرهار ته تللی و او دغلته یې د ورځې تر ناوخته د ډیورند له صفري سیمو لیدنه کړې او د سیمې له خلکو سره یې د ستونزو اورېدو په هدف لیده کاته کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса