Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

روغتيايي مسؤلين: د بهرنيو مرستو لږوالي پر نشه د روږدو کسانو د درملنې اسانتياوې کمې کړي

0
روغتيايي مسؤلين: د بهرنيو مرستو لږوالي پر نشه د روږدو کسانو د درملنې اسانتياوې کمې کړي

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مالي مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې د نشه‌يي موادو غوښتنې کمېدلو روغتيايي پروګرامونه زيانمن شي.

د معتادینو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي، که څه هم له دوی سره د ملګرو ملتونو د ادارې په ګډون بهرنیو مرستندویه ادارو د مرستو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه دې ادارو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

جانباز له څلورو کالو راهيسې نشه کوي، له شپږ میاشتو را په دې خوا هڅه کوي چې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې ځان بستري کړي، خو په دې موده کې چې يې هره دروازه ټکولې، چا مثبت جواب نه دی ورکړی.

نوموړی وايي: "له کومې ورځې راهیسې چې اسلامي امارت راغلی یوازې زه نه، بلکې ډېر نور معتادین هم دوه درې ځله اتیا بستريز کلينيک ته ورغلي یو، خو موږ نه بستري کوي، موږ ته وايي چې بودجه نه لرو، کله چې ورته وايو ولې بودجه نه لرئ؟ وايي پخوا به بهرنیانو مرستې کولې، اوس د یوه اضافه معتاد د بستري کېدو لګښت هم نه لرو."

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې هغه راپور چې یوه اوونۍ مخکې خپور شو پکې راغلي چې، دا مهال په نړۍ کې (۲۸۰) ميلیونه معتادین ژوند کوي.

په دې راپور کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې له کړکېچ سره مخ دي، د معتادینو وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوی او پر دې ټکي ټينګار شوی چې په دې هېوادونو کې معتاد ځوانان او ښځې د درملنې لږ اسانتیاوي لري.

د نجات مرکز د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو د برخې مسئول محمد امان رووفي وايي، د بهرنیو مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې، د دوی بستري کېدونکي ناروغان سم نيمايي راکم شي.

نوموړی وايي: "موږ د ۲۰۲۲ ميلادي کال لپاره هدف ټاکلی و چې د (۱۵۵۰) ناروغانو درملنه به کوو، خو له بده مرغه د کافي بوديجې د نشتوالي له امله زموږ دا پروژه وځنډېده، یوازې يوه میاشت پاته ده، موږ و نه شوای کولای چې خپل هدف ته ورسېږو. اوس (۵۹۱) ناروغان درملنې ته چمتو دي، خو له بده مرغه چې موږ پيسې نه لرو."

د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې، په ښځو کې د کېمياويي نشه يي موادو استعمال ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې، په نړۍ کې د هرو دوو کېمياوي یا (NDMA) نشه يي موادو له معتادینو څخه يوه يې ښځه ده، خو د نارينه وو په پرتله ښځې د درملنې لږ اسانتياوي لري.

د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې مرکز مسئوله ډاکتره ښایسته حکیم وايي، نه یوازې دا چې د بستري شویو ناروغانو د خدماتو په برخه کې اقتصادي ستونزې لري، بلکې څو میاشتې کېږي چې د دوی کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وايي: "د مرکزونو اقتصادي وضعيت ډېر خراب دی، نړیوالې ټولنې او مرستندويه ادارو د نشه يي موادو غوښتنې کمولو برخه په بشپړه ډول هېره کړې ده. که څه هم نړیوال روغتيايي سازمان، د اروپا پارلمان او (UNODC) استازي زموږ دفتر ته راغلل او ژمنه يې وکړه چې د کارکوونکو د معاشونو په برخه کې به همکاري کوي، ځکه څلور میاشتې کېږي چې زموږ کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي او د ناروغانو خواړه هم کم شوي دي، خو تر اوسه دې ادارو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي."

ملګري ملتونه داسې مهال د معتادینو د روغتيايي خدماتو په اړه اندېښنه ښېي چې، په افغانستان کې له نهو میاشتو راهیسې د معتادینو د درملنې له اتيا مرکزونو څخه تر څلوېښتو ډېر يې د بوديجې د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

د معتادینو د درملنې مرکزونو د معلوماتو له مخې، په وروستيو میاشتو کې ډېر باتجربه او متخصص کارکوونکو يې د میاشتني معاش نه اخیستلو له امله خپلې وظیفې پرې ايښې او يا له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته تللي دي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا:




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Соболенко испытала проблемы после снятия Рыбакиной с турнира в Риме






Глава Чечни сообщил, что власти Гвинеи-Бисау пообещали в ее столице построить проспект Ахмата-Хаджи Кадырова

Тарифы на железнодорожные перевозки из Китая в Россию и Белоруссию резко возросли

Курсант из Владивостока растрогал любимую девушку во время праздничного шествия

В Наро-Фоминске ликвидировали крупный пожар в ангаре