Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 30.06.2022

کابل کې د طالبانو د حکومت درې ورځنۍ غونډه

Mashaalradio.com 

په کابل کې د طالبانو د حکومت په بلنه د دیني عالمانو او مخورو درې ورځنۍ لویه غونډه روانه ده. دا غونډه چې د جون پر ۳۰مه پیل شوې، د طالبانو په خبره، د ملي یووالي په موخه یې جوړه کړې. خو په غونډه کې ښځو ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. افغان ښځې وايي، که په غونډه کې شاملې نه شوې نو پرېکړې یې ورته د منلو وړ نه دي. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

په شمالي وزیرستان کې بریدونه څوک کوي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ په بیا بیا د وسله والو د ملاتړ تورونه او وايي د ټولو وسله والو ډلو ضد يې بې له توپیره عملیات کړي دي. خو د پوځ پر دعوو سربېره په شمالي وزیرستان کې حملې روانې دي او د ۲۰۲۲ز کال د جون تر ۲۹مې هلته ۲۵ هدفي بریدونه شوي ول چې د زیاترو ذمه واري چا نه ده منلې.

وزیرستاني زلزله ځپلي ادعا کوي چې مرستې نه وررسېږي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې مېشت یوشمېر وزیرستاني کډوال دعوه کوي چې زلزلې ځپلي خو مرستې نه وررسېږي. په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د پوځي عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ افغانستان ته واوښتې چې ځینې یې اوس هم هلته پرتې دي. دوی وايي، د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې د ژوند له اساسي اسانتیاوو هم بې برخې دي. خو د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، له زلزله ځپلو سره په مرستو کې هېڅ ډول توپیري چلند نه کوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.

یو شمېر ښځې: د طالبانو د ديني عالمانو غونډه هیڅ راز مشروعیت نه لري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت نن پنجشنبه د لویې جرګې په خېمه کې د علماو ناسته نن رابللې ده، یو شمېر ښځې وايي، دا ناسته مشروعیت نه لري او په دې ډول د دې ناستې له جوړېدو سره خپل مخالفت اعلانوي. د طالبانو د حکومت په رهبرۍ د دیني عالماو ناسته نن د ښځو له ګډون پرته په کابل کې پیل شوه. د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي وویل چې په ناسته کې دوی د ښځو استازیتوب هم کوي. خو ایا ښځې د دې ناستې ګډونوال د خپلو استازو په توګه مني؟ له څو ورځو راهیسې "زما رایه مخالفه ده" کمپاین... Читать дальше...

د پکتيکا زلزله ځپلي: د سرپناه له جدي ستونزو سره مخ يو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا ولایت یو شمېر زلزله ځپلي وایي لا یې هم بنسټیزې ستونزې نه‌دي حل شوي. دوی وایي د سرپناه په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي، ښځې او کوچني ماشومان یې د ژوند سختې ورځې شپې تېروي. قادر خان چې د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکی او د زلزله ځپلو له ډلې دی وايي، د تېرې اونۍ په مرګونې زلزله کې یې ده او کورنۍ ته ځاني او مالي درانه تلفات اوښتي او لا هم د ژوند سختې ورځې شپې تېروي. هغه ازادي راډیو ته وویل: "کورونه مو ټول ړنګ شوي د اوسېدو نه دي، موږ د کورونو ډېرې ستونزې لرو، بل د سولرونو او بيتریو... Читать дальше...

های کورټ: د پنجاب اعلاوزیر انتخاب لپاره دې اچول شوي ووټونه بیا حساب شي

Mashaalradio.com 

د حمزه شهباز شريف د وزيراعلا کېدو پر ضد د هغه مخالف کاندید پروېز الهي په عدالت کې درخواست جمع کړی وو. نوموړي ويلي ول چې له قوانينو سره سم چې د یو ګوند د اسمبلۍ غړي یې د امېدوار په مخالفت کې رایې ورکړي، هغه باید حساب نه شي.

د ديني عالمانو د غونډې لومړۍ ورځ؛ سرچينې: د خبرو تمرکز د حکومت پر کورني مشروعيت ور ټول و

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د علماو دغونډې په لومړۍ ورځ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي، چې د ګډونوالو په خبره تر ډېره يې بحثونه د حکومت پر کورني مشروعيت ور ټول وو. ځینې دیني عالمانو په دې غونډه کې ویلي هر څوک چې د اسلامي نظام پر وړاندې درېږي، باید له منځه یوړل شي. د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو درې ورځنۍ ستره غونډه نن پنجشنبه په کابل کې پیل شوه. د طالبانو د حکومت د چارواکو په خبره په دې ناسته کې د هېواد د بیلابېلو ولایتونو نه ۳۵۰۰ کسانو چې دیني عالمان، قومي مشران او مخور چې د طالبانو پلویان دي، ګډون یې کړی دی. Читать дальше...

ټي ټي پي وايي د فاټا انضمام ختمولو له غوښتنې نه اوړي

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د نور ولي مسيد د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دې ويلي خو د جون پر ۲۲مه د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې د قبايلي سيمو د انضمام ختمولو غوښتنه غيراييني ده.



نن په کابل کې د لویې جرګې تالار ته نږدې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو له لوري د شاوخوا درې زره دیني عالمانو او قومي مخورو لویه غونډه روانه ده. لا معلومه نه ده چې نننیو ډزو کې د غونډې ګډون والو ته کوم زیان رسېدلی دی او که‌نه خو په خواله رسنیو د جرګې د تالار له شاوخوا سیمو څو ویډیوګانې خپرې شوي چې د ډزو غږونه ترې اورېدل کېږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د غونډې په شاوخوا کې څه ستونزه نشته خو د ده په خبره په یوه مشکوک ځای باندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا څو ډزې شوي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی. Читать дальше...

اوکراين له روسيې سره ډيپلوماټيکې اړيکې پرې کړې

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وروسته له هغې له سوریې سره ډیپلوماتیکي اړیکي پرې کړې چې دمشق د اوکراین ختیځې سیمې لوهانسک او دونیڅک د خپلواکو سیمو په توګه وپېژندلې. دغه اعلان پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمر زلنسکي په یوه ویډیویي پېغام کې چې په تلګرام چینل کې ایښول شوې، وکړ. دونیڅک او لوهانسک چې ورته دونباس سیمه ویل کېږي، پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې په وروستیو کې د سختې جګړې په ډګر بدلې شوي دي. د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې د سوریې ولسمشر بشارلاسد چې د روسیې نژدې متحد دی او په کورنۍ جګړه کې یې د روسیې... Читать дальше...

ماليې وزارت: په تېرو لسو مياشتو کې له درې ولايتونو ۴ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت مالیې وزارت وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یوازې د پکتیا، تخار او نیمروز ولایتونو له کمرکونو نه له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ عواید راټولې کړي. دغه وزارت په خپل فېسبوک پاڼه کې ادعا کړې چې په یادو کمرکونو کې د فساد سره جدي مبارزه شوې او دغه لړۍ به راتلونکې کې هم دوام ولري. که څه هم وزارت ددغو عوایدو د راټولېدو لاملونه نه‌دي په ډاګه کړي خو له دې وړاندې یې په کمرکونو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو، په سوداګریزو توکو کې د لوړو تعرفو د کنټرول او ورسره په کمرکونو کې د چارو د چټکتیا خبره کړې وه. Читать дальше...

خوست کې له زلزله ځپلو سره د مرستو مرکز جوړ شوی

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست ولایت کې د وروستۍ زلزلې له اغېزمنو کورنیو سره د نړیوالو مرستو مرکز پرانیستل شوی. له هغه مرکزه د ملګرو ملتونو، پاکستان، ایران، چین او یوشمېر نورو هېوادونو مرستې اغېزمنو سیمو ته لېږدول کېږي. د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

خلک: د ږيرې د نه‌لرلو له امله مو طالبان دولتي ادارو ته نه پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو حکومتي ادارو ته د خپل ستونزو د حل لپاره ورځي، شکایت کوي چې د طالبانو وسله وال یې په دې پلمه ادارو ته دننه نه پرېږدي چې ږیرې نه لري او که ادارو ته دننه هم شي، هلته هم له نامناسب چلند سره مخ کېږي. دا مراجعین وايي، سره له دې چې د طالبانو د حکومت نظامیانو ته یې ویلي چې دوی حکومتي کارکوونکي نه‌دي خو بیا هم اجازه نه‌ده ورکړل شوې. له دې ډلې یو ځوان چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "په دروازې کې څو تنه ولاړ وو، له ما سره نور کسان هم وو، هغوی ته یې وویل چې تاسې لاړ شئ خو دی نه‌شي تللی ځکه ږیره نه‌لري.

د طالبانو پلاوی له امريکا سره د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده چې نن د قطرپه پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د حکومت او د امریکا د متحدو ایالاتو چارواکي سره وګوري او په افغانستان کې له وروستۍ مرګونې زلزلې وروسته به د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې د ازادولو پر مسلې بحث وکړي. واشنګټن غواړي داسې یو مېکانیزم رامنځ‌ته شي چې پر اساس یې ازادیدونکې پیسې د افغانستان له خلکو سره پر مرستو ولګیږي. د فرانس پرس آژانس د راپور له مخې سپینې ماڼۍ ویلي چې پردې مسلې ډېر ژر غورکوي خو د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا یوه غړي ویلي چې نهایي موافقې ته رسېدل به یوڅه وخت ونیسي. Читать дальше...

د اوکراين دفاع وزارت: روسيې سره مو ۱۴۴ بنديان تبادله کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین دفاع وزارت اعلان وکړ چې له روسیې سره یې ۱۴۴ اسیران تبادله کړي چې د هغو په منځ کې د ماریوپول د ازوف سټیل فابریکې دفاع کوونکي هم شامل دي. دا پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه پورې د بندیانو تر ټولو لویه تبادله ده. په ۱۴۴ خوشي شویو کې ۹۵ تنه هغه اوکرایني پوځیان دي چې په ازوف سټیل فابریکه کې له اوږدې محاصرې وروسته روسي ځواکونو ونیول. اوکراین نه دي ویلي چې دا تبادله کله او چېرې وشوه او په مقابل کې یې څومره روسي پوځیان خوشې شوي دي.

Новости России
Москва

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года


سعودي عربستان راتلونکې شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان پرون اعلان وکړ چې د ذي الحجې میاشت پرون ولیدل شوه او پر دې اساس جمعه د عرفې او شنبه د لوی اختر ورځ ده. سږ کال له افغانستانه ۱۳ زره ۵۸۲ کسان د فرضي حج لپاره سعودي عربستان ته تللي. تېر کمکي اختر کې د طالبانو د حکومت لخوا د اختر ورځ اعلان شوه، خو د لوی اختر د ورځې اعلان په اړه يې لا تر اوسه څه نه‌دي ويلي.

د کډوالو لويه کمېشنري: تر اوسه مو زلزله ځپلو ولايتونو ته د مرستو ۳ کاروانونه لېږلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، تر اوسه پورې یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو سیمو ته د بشري مرستو ۳ کاروانونه لېږلي دي. د دې کمېشنرۍ له خبرپاڼې سره سم، دا مرستې د څه باندې ۱۲ زره تنو لپاره کفایت کوي. ملګرو ملتونو ویلي چې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې څه باندې ۲ لکه تنه اغېزمن کړي دي.

ملګري ملتونه: د سوريې په الهول کمپ کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، د سوریې په الهول کمپ کې د ښځو په شمول تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتو نو په وینا دا کسان په تېرو ۱۸ میاشتو کې په دغه کمپ کې چې د داعش پخواني جنګي کسان او د هغو د کورنیو غړي ساتل کېږي، وژل شوي دي. په دغه کمپ کې اکثره دېره کسان بهرنیان دي.

ايران د طالبانو له لوري د خپل سرتېري پر وژل کېدو غبرګون وښود

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت له طالب پوله ساتو سره په نښته کې د خپل یوه سرتېري په وژل کېدو غبرګون وښود. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ وویل چې له افغان واکمنانو غواړي چې د ایران د سیستان او بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایتونو ترمنځ د میلک په پوله کې د شخړې په نتیجه کې د یوه ایراني پوله ساتي د وژلو عاملانو ته سزا ورکړي او داسې اقدامات وکړي چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه‌شي. راپورونه وايي، د سې شنبې په ورځ د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ هغه مهال شخړه وشوه چې د ځینو راپورونو پر اساس... Читать дальше...

د دبۍ واکمن زلزله ځپلو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د الوتنو د اسانتيا امر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ واکمن شیخ محمدبن راشد ال مکتوم په افغانستان کې زلزله ځپلیو ته د بشري مرستو د ژر رسېدو لپاره د الوتنو د اسانتیا امر وکړ. د متحده عربي اماراتو د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دوبۍ واکمن دا حکم د روغتیا د نړیوال سازمان او نړیوالې ټولنې له غوښتنې وروسته وکړ. د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ له دوبۍ څخه په یوه الوتنه کې څلرویشت نیم ټنه درمل او طبي وسایل کابل ته یووړل شول.

طالبانو پر بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبې) په هېواد کې دننه په هر ډول سوداګري معامله کې له بهرنیو اسعارو کار اخیستل منع اعلان کړ. دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کابینې د پرېکړې پر اساس، د کور، ځمکې او موټر په شمول هر ډول تجارتي معامله په بهرنیو پیسو منع ده. دې وزارت همدا راز ویلي چې د کابینې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره یې د پولیسو قوماندانو ته امر کړی چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي. په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د دې امر سرغړوونکو ته به له قانون سره سم سزا ورکړل شي. د طالبانو... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анастасия Потапова

Потапова всухую обыграла Шнайдер в 1-м круге турнира в Мадриде






Гинеколог объяснила, как будут оценивать репродуктивное здоровье россиян

Россияне все чаще стали покупать структурированную икру

Путин призвал обеспечить равные возможности россиянам из разных регионов

В Штабе общественной поддержки активисты написали «Письма Герою»