Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

پر اووه زره ټنه غَله بار يوه کښتۍ د اوکراين د بردیانسک ښار له ساحلونو ووتله

0
یوه سوداګریزه کښتۍ چې ۷۰۰۰ ټنه غله پکې بار وه د اوکراین د بردیانسک ښار له ساحلونو ووتله.


دا ښار روسیې اشغال کړی دی.


دا د فبرورۍ له ۲۴ مې د مسکو له خوا پر اوکراین د برید له پیل راهیسې له دې بندري ښاره لومړی باري کښتۍ ده چې د مزل اجازه ترلاسه کوي.


د زاپوریزیا په سیمه کې د مسکو لخوا ټاکل شوي مشر یوګیني بالیتسکي پرون (د جون په 30) د ټیلیګرام شبکې له لارې وویل چې کښتۍ د "دوستو هیوادونو" په لور روانه ده.


خو هغه په ډاګه نه کړه چې د ده هدف کوم دوست هېوادونه دي.


اوکراین پر روسیې تور پورې کړی چې د خپل یرغل پر مهال یې د اوکراین غَله غلا کړې او د اوکرایین د غَلو د وتلو د مخنیوي لپاره یې بندرونه بند کړي دي.


مسکو دغه تورونه رد کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса