Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

نړیوال دوربین د کاینات د لیرې پرتو برخو نادره انځورونه اخیستي

0
د امریکا د خلايي تحقیق ادارې (ناسا)، د اروپا د خلايي څېړنو ادارې (ایسا) او د کاناډا د خلايي څېړنو مرکز د جولای پر ۱۲مه د جېمز ویب په نوم له لوی خلايي دوربینه اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي دي. هغو ادارو جېمز ویب دوربین د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر په اخري اوونۍ کې خلا ته لېږدولی وو چې اوسمهال د ناسا په وینا، له ځمکې څخه شاوخوا ۱.۵ مېلیونه کېلومیټره لیرې دی. هغو ادارو له دوربینه تازه اخیستل شوي انځورونه خپاره کړي دي چې کیفیت یې خورا ښه دی. ناسا وايي، انځورونه د کاینات د هغو برخو دي چې له ځمکې څخه شاوخوا ۷،۶۰۰ نوري کاله لیرې دي. د ستورپېژندنې یا فلکیاتو نړیواله ټولنه وايي چې یو نوري کال هغه واټن یا فاصلې ته ویل کېږي چې رڼا یا نور یې په خلا کې د ځمکې د یو کال په موده کې وهي. د نور رفتار څه د پاسه ۲۹۹.۷ مېلیونه میټره في ثانیه (سېکنډ) دی. ساینسپوهان وايي، دا نادره انځورونه ورسره د کاینات پوهنې او د طبیعیاتو (فېزیک) د نظریاتو او قوانینو په پوهاوي، څېړنو او ثابتولو کې مرسته کوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса