Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

پروفیسر ابراهیم: د پوځ وتلو او د مشرانو با اختیاره کولو سره قبایلي سیمو کې امن راځي

0
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې د جماعت اسلامي ګوند د خيبر پښتونخوا امير او پخوانی سېنېټر پروفيسر محمد ابراهيم خان ميلمه دی. نوموړي له ۱۹۸۵ کال راهيسي د پاکستان په سياست کې فعال رول لوبوي. پروفيسر ابراهيم له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ کال پوري سېنېټر هم پاتي شوی. نوموړی د ۲۰۲۲ کال په اپريل مياشت کې د جماعت اسلامي د خيبر پښتونخوا امير ټاکل شوی وو. نوموړي په دي وروستيو کې په قبايلي ضلعو او په ځانګړې ډول په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو پرضد لاريون هم کړی وو. پروفیسر ابراهيم وايي، په قبايلي ضلعو کې هله امن راتلی شي چې پوځ ووځي او مشرانو ته د فيصلو اختيار ورکړل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса