Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

چارواکي: په کییف کې د برښنا او اوبو جریان بېرته فعال شوی

0
د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال وايي چې د دې ښار د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې له پرونۍ راکټي حملې وروسته اوس هلته د برښنا او اوبو جریان بېرته فعال شوی دی.


د روسیې په پرونیو حملو کې د اوبو د برښنا د یوه بند په ګډون د انرژۍ تاسیسات په نښه شول چې په نتیجه کې یې د برښنا او موبایل ټیلیفون شبکې ویجاړې شوې او د اوبو په رسولو کې خنډ راغی.


د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو نن سهار پر ټلګرام ولیکل چې د پلازمېنې د اوسېدونکو کورونو ته د اوبو د رسولو خدمات بیا پیل شول.


کلیچکو همداراز لیکلي دي چې په کییف کې بیا د برښنا جریان پیل شوی دی، خو له پرچاویو سره.


له بلې خوا د میکولایف ښار د پوځي قرارګاه مشر ویټالي کیم نن وویل چې روسیې تېره شپه پر دې ښار څلور اس درې سوه توغندي وویشتل چې په نتیجه کې یې د استوګنې د یو بلاک نیمايي برخه ویجاړه شوې او یوتن ووژل شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса