Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

Новости за 03.11.2022

يو شمېر کورنۍ: پاکستاني پوليس افغان کډوال ځوروي او بډې ترې اخلي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانې کورنۍ شکایت کوي چې پاکستاني پولیس رشوت اخلي بیا د دوی کورنیو ته هغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکوي، او یا هم افغان کډوال ځوروي.  شیردل چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، د چهارشنبې په ورځ يې دوه وروڼه د سپين بولدک له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه تللي وو او په داسې حال کې چې له ځانه سره يې طبي اسناد هم درلودل، د پاکستاني پوليسو له‌خوا ځورول شوي دي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، وروڼه یې پاسپورټونه لري، خو پاکستاني پولیسو له هر یوه څخه ۵۰۰۰ پاکستاني کلدار رشوت اخیستی... Читать дальше...

د باميانو اوسېدونکي: د خوړو نړيوال پروګرام راباندې بې کيفيته خوراکي توکي وېشلي

Pa.azadiradio.com 

د بامیانو او دایکندي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له‌خوا د بې کیفته موادو له وېش شکایت کوي. حسین چې د بامیانو ولایت اوسېدونکی دی وايي، له ده سره مرسته شوي ځني مواد د استفادې وړ نه‌دي. د حسین په خبره، د خوړو نړېوال پروګرام «WFP» له‌خوا یې چې خوراکي مواد ترلاسه کړي چې اوړه یې چینچي لري. ښاغلی حسين وايي: "درې ورځې وړاندې چې WFP مؤسسې له‌خوا چې سروې شوې وه، نور مواد یې ښه و، خو اوړو یې ستونزه درلوده، ډوډۍ يې خرابه او توره ده، د اوړو په منځ کې چینچي دي،هیڅ ترې استفاده نه‌کېږي."... Читать дальше...

عمران خان د تحریک انصاف پر لاریون ډزو کې ژوبل شوی دی

Mashaalradio.com 

پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، په پنجاب کې د عمران خان پر مشرۍ پر لاریون په ډزو کې د نوموړي او سېنېټر فیصل جاوېد په ګډون یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې د نومبر پر درېیمه ډزې چا کړې دي خو پولیس وايي، یو مشکوک کس یې نیولی دی. وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي د پېښې غندنه کړې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

عمران خان پر لاریون په ډزو کې ژوبل شوی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د پېښې غندنه کړې ده او وزیراعظم له کورنیو چارو وزیره رپورټ غوښتی دی. په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یوشمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد احتجاج اعلان کړی دی.

پر عمران خان بريد؛ نوموړی ژوبل او يو ملاتړی يې مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په یوه برید کې ټپي شوی. په پاکستان کې ددې هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د موټرو په کاروان ډزو کې نوموړی برسېرن ټپي شوی او د هغه یو ملاتړی مړ شوی دی. د عمران د تحریک انصاف ګوند او پولیسو ویلي چې، د یو بریدګر له‌خوا د پنجاب ایالت په وزیر اباد کې په دې ډزو کې څو تنه نور هم ټپیان شوي دي. تحریک انصاف ګوند او پاکستاني رسنیو ویلي دي، عمران خان او د د ګوند یو بل مخکښ یې سناتور فیصل جاوېد دواړه د نومبر درېیمې په پېښه کې سرسري ژوبل شوي دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی. Читать дальше...

شاه فاروق وايي د سولې سندرو باوجود سيمه لا ارامه شوې نه ده

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی شاه فاروق دی. نوموړی وايي، د سندرغاړي په توګه شهرت دې ته اړ کړ چې له خپل پلرني ټاټوبي بنو څخه کوټې ته کډه شي. فاروق دا مهال په پېښور کې اوسي. دی وايي، سندرې يې دومره ډېرې دي چې دقيق شمېر يې نه دی ورمعلوم. دی البته په خپګان وايي چې له دې باوجود چې دی او يوشمېر نور پښتانه سندرغاړي په خپلو سندرو کې د امن غږ پورته کوي، سيمه لا هم ارامه نه ده. د شاه فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د کرېکټ نړيوال جام؛ پاکستان جَنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

دا په نړیوال جام کې د پاکستان څلورمه لوبه وه. پاکستان د ۳۳ منډو په توپیر لوبه وګټله او وتوانېد د دویم ګروپ دریم مقام ته ورسیږي. پاکستان لومړی ۱۸۶ هدف ورکړی و او د باران له کبله هدف ۱۴۲ ته راټيټ خو شو بیا هم جَنوبي افریقا د دې منډو په جوړولو ونه توانېده. جَنوبي افریقا لا هم د جدول په دویم ځای کې دی او بله لوبه یې له هالند سره ده. د پاکستان بله لوبه به د بنګله دېش په وړاندې وي چې ګټل یې خورا اړین دي. که پاکستان او جنوبي افریقا خپلې لوبې وګټی سیمي فاینل ته د تګ لپاره به پرېکړه د منډو په اوسط کېږي.

عمران خان په یو وسله وال برید کې ټپي شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په یوه برید کې ټپي شوی. د تحریک انصاف ګوند یوه چارواکي اسدعمر رسنیو ته تایید کړې چې خان په پښه لګېدلی او ډېر نه دی ژوبل. چا د دې برید مسؤلیت نه دی منلی. د برید په نتیجه کې د عمران خان یو شمېر پلویان هم ژوبل شوي. خان او پلویان یې د ختیځ پنجاب په وزیر اباد سیمه کې اسلام اباد ته په لار تر برید لاندې راغلي. دوی د یوه لاریون لپاره په څو موټرو او کاروانو کې د پلازمېنې پر لور روان وو. خان چې له کومه وخته بې واکه شوی د پاکستان ځواکمن پوځ او استخباراتو کې... Читать дальше...



اېمل ولي خان وايي د پښتنو ملتپاله ګوندونو پلویان نه دي کم شوي

Mashaalradio.com 

د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان په وروستیو ضمني انتخاباتو کې د خپل ګوند د ماتې په تناظر کې دعوه کړې ده چې د پښتنو د ملتپاله سیاسي ګوندونو پلویان کم شوي نه دي خو رسنۍ ورته په خپلو خپرونو او خبرونو کې مناسب ځای نه ورکوي. نوموړي د نومبر پر دویمه له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل چې په اکتوبر کې د ضمني انتخاباتو نتیجې نه مني. خان داراز وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیت د ټینګښت چارې له حکومتونو سره نه بلکې له "ډیپ سټېټ" سره دي. دا اصطلاح اکثر د پوځي او استخباراتي ادارو لپاره کارېږي. Читать дальше...

د کرېکټ په شل اوريز نړيوال جام کې پاکستان له جنوبي افريقا سره مخامخ دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او جَنوبي افریقا د کرېکټ ملي ټیمونه نن په نړیوال جام کې سره مخ دي. پاکستان لومړی توپوهنه کړې په شلو اورونو کې یې ۱۸۵ منډې جوړې کړي. پاکستان په روان نړیوال جام کې د پرمختګ لپاره باید د دې او راتلونکې لوبې ګټلو ته سخته اړتیا لري. جَنوبي افریقا بیا د دې لوبې په ګټلو سره په جدول کې لومړی مقام تر لاسه کوي او تر ډېره نیمه پایلوبې ته خپل ورتګ تضمینوي.

پېښور کې د هارمونيم او رباب د زدکړو يو پروګرام پيلېږي

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د مفکورې په نوم یوې ادارې د سیمې د ځوانانو لپاره د هارمونيم او رباب د زدکړو د يوه پروګرام تابيا کړې ده چې ټاکل شوې د نومبر پر اوومه پیل شي. هغه ناحکومتي اداره وخت په وخت پر بېلابېلو علمي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو غونډې کوي. د مفکورې مشر حيات روغانی وايي، د موسیقۍ زدکړې پروګرام يې پخوا پيلول غوښتل خو وسايل يې نه لرل. مشال راډیو له نوموړي سره مرکه کړې او ورڅخه یې پوښتلي چې د موسیقۍ الاتو د ښوونې پروګرام هدف څه دی؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب لپاره مرکه واورئ.

سيګار: امريکا د طالبانو په واکمنۍ کې افغانانو ته ۱.۱ اربه ډالر لېږدولي دي

Mashaalradio.com 

سیګار ويلي چې د تېر کال له دوبي راهیسې د افغانستان اقتصاد ۲۰ فیصده تاواني شوی دی او له ۷۰۰،۰۰۰ زیاتو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. طالبانو تر اوسه د سيګار د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

بیجنګ او اسلام اباد د سیپیک چارو پر چټکولو او تر افغانستانه یې پر غځولو موافقه کړې

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر داسې مهال د چین سفر کړی دی چې په ۲۰۲۳ز کال کې د چین–پاکستان اقتصادي لارې د پروژو په اړه د دواړو هېوادونو د لومړۍ موافقې یوه لسیزه پوره کېږي چې په ګډه اعلامیه کې یې هم ذکر شوی دی.

د جانز هاپکينز پوهنتون څېړنه: ۸۱سلنه ښځينه روغتيايي کارکوونکې د طالبانو له‌لوري زورول کېږي

Pa.azadiradio.com 

جانز هاپکینز پوهنتون په یو څېړنیز راپور کې ویلي دي، په افغانستان کې په سلو کې ۸۱ ښځینه روغتیايي کارکونکي کار ته د تګ پر مهال د طالبانو له لوري زورول کیږي. يوه روغتیا پاله چې د کابل په یو خصوصي روغتون کې دنده لري، وايي د خپلې کورنۍ لپاره یوازینۍ نفقه ګټونکې ده. نوموړې چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې په دې راپور کې واخیستل شي وايي، نږدې هره ورځ کار ته د تګ پر مهال ورسره د شرعي محرم د نه موجودیت له امله په لاره د طالبانو له‌خوا زورول کیږي. نوموړې وايي: "د دې لپاره چې زه محرم نه‌لرم... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ۷۹سلنه افغانان د ژمي لپاره سون‌توکي نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNFPA خبرداری ورکوي چې ۷۹ په سلو کې افغانان په راتلونکې ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره سون‌توکي نه‌لري. د کابل ښار اوسېدونکی عبدالله چې لاسي کراچۍ ګرځوي وايي، ژمی رارسېدلی خو د کور د ګرمېدو لپاره د سون توکو د اخیستو اقتصادي توان نه‌لري. نوموړی وايي: "ژمی راورسېدو کورونو کې سون توکي نه‌لرو، لرګي هم نه‌شو اخیستلای، د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې دي، په لاس ګاډي ایله شل دېرش افغاني پیدا کوم چې هیڅ پرې نه‌کیږي." خو دا یوازې عبدالله نه‌دی، بلکې دا د ډېری کابل مېشتو اندېښنه ده، چې سوړ ژمی یې مشهور دی. Читать дальше...

زلنسکي له اوکراين د غلو دانو د صادراتو په اړه د نوي جوړ جاړي هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د روسیې دفاع وزارت وویل، روسیه له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو موافقې ته بېرته ورستنیږي، د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي د دغه نوي جوړ جاړي هر کلی وکړ. د روسیې دفاع وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، مسکو دغې موافقې ته وروسته له هغې بېرته ورګرځي چې له پوځي تحرکاتو د سمندري کوریدور یا دالان د خوندي ساتلو په اړه یې له کییف څخه کافي تضمینونه ترلاسه کړل. د روسیې دفاع وزارت ویلي، په اوس وخت کې دغه ضمانتونه کافي دي چې د اوکراین د غلو د صادراتو موافقه بېرته عملي شي. ولسمشر... Читать дальше...

د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه نن له اوکراين په ملاتړ بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له اوکراینه د لا ملاتړ په همغږۍ نن بحث کوي. د جرمني په کوربه‌توب د "جي ۷" غونډه داسې مهال جوړیږي چې د روسیې وروستیو توغندیزو بریدونو د اوکراین د برښنا تاسیسات په پراخه اندازه زیانمن کړي او د ډېرو سیمو برښنا ورسره پرې شوې. رویټرز خبري اژانس ویلي چې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د جرمني په لوېدیځ ښار مونستر کې جوړیږي. کاناډا، امریکا، فرانسه، جرمني، برېتانیا، ایټالیا او جاپان د جي ۷ سازمان غړي هېوادونه دي.

بلېنکن د شمالي کوريا له‌خوا د بالستيک توغنديو توغول غندلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر پارک جین سره تليفوني خبرو کې د شمالي کوریا له‌خوا د بالستیک توغنديو توغول وغندل. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دغو توغندیو یو هغه یې په خطرناک او بېباکانه ډول د جنوبي کوریا ساحلي کرښې ته نژدې ولګېد. خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بلېنکن د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې متحده ایالتونه د خپلو متحدانو د امنیت لپاره ټول اړین اقدامات په پام کې نیسي. بلېنکن ویلي،... Читать дальше...

Новости России
Москва

Планетарий: условия для наблюдения Майских Акварид благоприятные, новолуние


د افغانستان نجونه د ښوونځیو پر ځای پټیو کې کار کوي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې سلګونه نجونو د ښوونځیو پر ځای په پټیو کې کار ته مخه کړې ځکه چې هلته د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. پر دې موضوع د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

قطر په کابل کې د مرستو يو خيريه دفتر پرانيزي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د قطر سفیر وایي، هېواد یې غواړي له افغان یتیمانو، کونډو او اړمنو لپاره د مرستې یو خیریه دفتر پرانیزي. د راپورونو له مخې، د قطر سفیر مبارک الخیارین دغه خبره تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې ده. نوموړي ویلي، هېواد یې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره تر هوکړې وروسته د دغه دفتر پرانستې ته چمتو دی. تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو باندې نیوکه شوې چې د امریکا او لویدیځ پرتله یې د افغانستان د بشري ناورین په کمولو کې د پام وړ ونډه نه ده اخیستې.

روسيه له اوکراين څخه د غلو دانو صادراتو موافقې ته بېرته ورستنېږي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت وایي، روسیه له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو موافقې ته بېرته ورستنیږي. ياد وزارت پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل، مسکو دغې موافقې ته وروسته له هغې بېرته ورګرځي چې له پوځي تحرکاتو د سمندري کوریدور یا دالان د خوندي ساتلو په اړه یې له کییف څخه کافي تضمینونه ترلاسه کړل. د روسیې دفاع وزارت ویلي، په اوس وخت کې دغه ضمانتونه کافي دي چې د اوکراین د غلو د صادراتو موافقه بېرته عملي شي. روسیه دغه اعلان وروسته له هغې کوي چې د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل هېواد پارلمان ته وویل،... Читать дальше...

چين او پاکستان د چټک ريل‌ګاډي پروژې پيلولو موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شي‌جین‌پینګ او د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف پرون چهارشنبې موافقه وکړه چې د ډېر چټک ریل‌ګاډي یوه پروژه به پیلوي چې لګښت یې ۹،۸ ملیارډ ډالره اټکل شوی دی. د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دواړو مشرانو په پیکینګ کې په غونډه کې موافقه وکړه چې دا ستراتیژیکه مهمه پروژه ، سملاسي پرانيستل شي. د دغې پروژې په ترڅ کې د مستعمرې د وخت د ریل‌ګاډي ۱۸۷۱ زړه کرښه چې له کراچۍ تر پېښوره غځېدلې، نوې کیږي او پر چټک ریل‌ګاډي سمبالیږي. پاکستان د روانې اوونۍ په پیل کې اعلان... Читать дальше...

کرېکټ؛ افغانستان سبا له اسټراليا سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ په شل اوره نړیوال جام سیالیو کې سبا جمعه له استرالیا سره لوبه کوي. دغه لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو د استرالیا د ادیلاید ښار د کرېکټ په لوبغالي پیل شي. دا به په دې جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وي. تردې مخکې افغان لوبډلې د څلورو لوبو څخه هیڅ یوه یې نه‌ده ګټلې. له ایرلنډ او نیوزیلنډ سره دوه لوبې یې د باران له امله لغوه شوي اودوه نورې يې انګلستان او سرېلانکا ته یې بایللي دي. د دې جام لوبو په ترڅ کې نن پاکستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې د پوليو د له‌منځه وړلو هڅې کوو

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، تر هغو به په افغانستان کې د پولیو پر ضد هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دغه ناروغي یو مخ له افغانستانه ورکه شوي نه وي. د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ورکېدا به له موږ سره مرسته وکړي چې له نړۍ څخه یو مخ د دغې ناروغۍ ورکېدو ته نږدې شو. په اوس وخت کې پر افغانستان سربېره پاکستان هم د ماشومانو له دغې فلج کونکې ناروغۍ سره مخامخ دی. سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې او... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Потапова и Павлюченкова вышли в полуфинал турнира WTA в Мадриде в парном разряде






Как спасти рассаду от майских заморозков: советы и лайфхаки от опытного садовода

Архангельские любители чир спорта показали красоту грации на чемпионате Поморья

Студент из Выксы поучаствовал в организации съемок телешоу «Поле Чудес»

Два человека погибли и трое пострадали в аварии на трассе под Воронежем