Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

چين او پاکستان د چټک ريل‌ګاډي پروژې پيلولو موافقه کړې

0
د چین ولسمشر شي‌جین‌پینګ او د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف پرون چهارشنبې موافقه وکړه چې د ډېر چټک ریل‌ګاډي یوه پروژه به پیلوي چې لګښت یې ۹،۸ ملیارډ ډالره اټکل شوی دی.


د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دواړو مشرانو په پیکینګ کې په غونډه کې موافقه وکړه چې دا ستراتیژیکه مهمه پروژه ، سملاسي پرانيستل شي.


د دغې پروژې په ترڅ کې د مستعمرې د وخت د ریل‌ګاډي ۱۸۷۱ زړه کرښه چې له کراچۍ تر پېښوره غځېدلې، نوې کیږي او پر چټک ریل‌ګاډي سمبالیږي.


پاکستان د روانې اوونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې دغه پروژه یې تصویب کړې خو په دې اړه چې د تمویل مالي سرچینې به یې له کومه راځي او نه یې هم د تخنیک په برخه کې نور جزیات ورکړي دي.


چارواکو مخکې ویلي و، تمه کوي چې د دې پروژې لپاره به له چین څخه پور تر لاسه کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса