Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2022

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې د پوليو د له‌منځه وړلو هڅې کوو

0
د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، تر هغو به په افغانستان کې د پولیو پر ضد هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دغه ناروغي یو مخ له افغانستانه ورکه شوي نه وي.


د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ورکېدا به له موږ سره مرسته وکړي چې له نړۍ څخه یو مخ د دغې ناروغۍ ورکېدو ته نږدې شو.


په اوس وخت کې پر افغانستان سربېره پاکستان هم د ماشومانو له دغې فلج کونکې ناروغۍ سره مخامخ دی.


سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې او په پاکستان کې یې شل مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې افغانستان پولې ته نږدې په خیبر پښتونخوا ایالت پورې تړلي دي.


له افغانستانه د پولیو د ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د هڅو په ترڅ کې په دې هېواد کې په دې وروستیو کې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسینو څو کمپاینونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې په ملیونونو ماشومان د دغې ناروغۍ په وړاندې واکسین شوي دي.


د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هغو لګښتونو ته په پام چې په نامحدود ډول به د پولیو د مهارولو لپاره لګیږي، د پولیو یو مخ له‌منځه وړل به تر۲۰۵۰ کال پورې مجموعي لګښت ۱۴ ملیارډ ډالره سپما کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса